لاموسکئ نه وم چې په نصیب مې ژړا شوه
په تا مین شوم ځکه خو مې دا سزا شوه
چې سترګې مې کړې پټې خوبونه مې غلا شول
لادې خیال کې غرق نه ومه چې شپه سبا شوه
یو څوشیبې مې یاره ستا دیدن وغوښته
په دې تمه مې ورکه دسترګو رڼا شوه
زه(ولـــــــــي) خو خپل خوار زړګي ته هک حیران یم
دا مینه مې هسې پاتې یوه معمـــــــــــا شوه
ولي الله ځدراڼ ـــ میسور/هند
وروستي