غزل

چـــــې زړه مــــین شــــــــي نو رنځور شي
اور پرې بل ، ژوند ورته سور تنور شي
هـــــــر قـــــدم کــــې به رقیب خــــار کري
تر پښـــــو لاندې به تل لکــه (مور) شي
چـــــې د مـــــیو دپیالــــــو شـــــړنګا وي
د زاهــــــد او ســـــاقي جنګ ضرور شي
بـــــــیزاره لــــــــه هر څه مرګئ خپل کړي
خـــــــوار مـــــین به دی ته مـــــــجبور شي
ورور ، ورور وژنـــــي ځکه چې پښتو ده
فـــــرق نه کــــــا ، کـــه د یهود مزدور شي
چــــــې یار لــــــــه خپل یاره جــــــــدا کوي
لعـــــنت دی په دې دود و دســــــتور شي
 دا (ولــــــي) به تــــــــر هغـــــه حـــــق وایي
تر څــــــــو په نوم د لـــیوني مشهور شي
\"\"
 مور (میږ ئ)
میسور / هند