د جنوري اتلسمه شپه
هغه چیغې هغه ژړا یو فریاد و ::: چا واوریده ؟! خلکه بس رقیب پرې شاد و
زمانې ورته ویل مینه،عشق یعنی څه؟ ::: ګویا چې دا جهان په نفرت اباد و
د غم بیرحمه باران و راګیر کړی ::: سر تر پښو لرزیده،خوږ ژوند یی برباد و
د فراق غوغا وه، زړګئ یی و مات شوی ::: له ځانه سره یی یوړ،داسې یو باد و
نیمه شپه وه،اخري سلګئ یی وې ::: بیا هم دردیدلئ (ولـــــي)، ستا په یاد و
میسور // هند
ولي الله ځدراڼ
وروستي