مرکزي حکومت د خوست ورزشي امریت ته دوه امرین رالیږلي

فیض محمد ګلاب اونۍ وړاندې د خوست ولایتي ادارې له لوري رسماً معرفي شو او د عزیز ملنګ دریارلس کلن ماموریت ته يی پای ورک،خو په همدې وخت کې پخواني آمر عزیز ملنګ له مرکز څخه مکتوب راوړی، تر څو بېرته په همدې دنده پاتې شي.
اوسنی آمر ګلاب دوست له ولایتی ادارې ګیله مند دی، وایي چې د دوی مکتوب یي شپاړس ورځې ځنډړلی وو.
 فیض محمد ګلاب دوست وايي:
 ((دوه ساعت پکې نه وي تېر دوی بیا بل کس ته احکام ورکوي چې دا د ادارې په ضعف دلالت کوي، ځکه ورځ او میاشت پکې نه ده تېره، قانون دی چې یو څوک راځي باید شپږ میاشتې تېرې کړي زما مکتوب شپاړس ورځې وځنډول شو، دوی چې کله مکتوب راوړ په همغه ورځ يي احکام ورکړل.))
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۵مه) ورزشکاران په پخواني آمر عزیز ملنګ باندې د پراخ فساد تورونه پورې کوي، دوي وایی چې ورزشکارانو ته به د ورزش لوازم راتلل خو ملنګ به د پیسو په بدل کې دوی ته ورکول.
ورزشکار محمدیونس اهینګر ویلي:
((د فوټبال په لوبغالي باندې شپږ پروژې تطبیق شوې دي تاسو وګورئ چې سټوډیم په کوم حال کې دی.؟ همداشان ورزشکارانو که هغه په هره برخه، کې چې څومره لوازم راغلي دي دوی ورباندې خرڅ کړي دي.))
له کومې ورځې چې پخواني آمر عزیز ملنګ له مرکزه په دنده د پاتې کېدو مکتوب راوړی؛ ورزشکارانو د خوست د فوټبال لوبغالي شاوخوا د اعتراض په ډول خېمې درولي، دوی زیاتوي تر څو چې ولایتي ادارې دغه مکتوب رد کړی نه وي، ددوی مدني حرکتونه به دوام ولري.
 عزیز ملنګ شاوخوا دیارلس کاله د خوست ورزشي آمریت دنده اجرا کړه