
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې ستورۍ معارج ستانکزۍدغه شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي.
ډیر ستړی شوی یم ساقی، لږ څه سکون غواړمه
دا بیده عقل را بیدار شو، اوس جنون غواړمه
اووس دم په دم پیالی رالیږه، بدل مه غواړه ته
ستا د کرم د ریښتنوالی دا آزمون غواړمه
تقدیر می پاک کړه بیا له سره یو څه ښه ولیکه
ستا د ازل په ډرامه کی دا بدلون غواړمه
چی د نیکی او د بدی حساب تر منځه نه وی
او سر تر پایه ګټه زما وی دا تړون غواړمه
سترګی بینا دی خو تیاره ده هیڅ لیدلی نشم
چی لمر بیا و نه لویږی ، هسی سباوون غواړمه
د ژوندانه تصویر ده سور: وینه، ځیګر او منی
زه یی اوبه ، چینه، سپرلی غوندی زرغون غواړمه
د ژوند په لاس ټوټه ټوټه شوم له پښو وغورځیدم
ای مرګه راشه رغول غواړم ، سمون غواړمه
ستورۍ معارج ستانکزۍ
آغلې وږمه فضلي به په دغه شعر لیکلې کره کتنه اوروي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر له خوا د((رڼا)) کلنۍ مشاعرې ته دتیاریو په اړه خبرې کیږي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې استاد امیرجان وحید احمدزی دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړئ.
په درنښت
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ