چې تړون مې اشنا ستا د مینې واخیست
نو ژوندون مې اشنا ستا د مینې واخیست
د ژوندون دې ناقراره غوندې شپو ته
بس سکون مې اشنا ستا د مینې واخیست
ولولې د احساساتو په طغیان شوې
چې جنون مې اشنا ستا د مینې واخیست
تروږمۍ کې د غاټول بڅري ګورم
چې مضمون مې اشنا ستا د مینې واخیست
د هوس او د خوبونو استقرار ته
آ سکون مې اشنا ستا د مینې واخیست
شمه ښکلو ته اختیار کې بی اختیاره
اوښتون مې اشنا ستا د مینې واخیست
وروستي