هسپانوی فوټبال پرتګالی لوبغاړی او د ریال مادرید ډلې بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو یو ځل بیا هم د نړۍ غوره د فوټبال لوبغاړی ونومول شو.
نوموړي ته دا لقب تېره شپه د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا له خوا په لندن کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شو.
دا په داسې حال کې ده چې رونالډو یاد لقب ۴ ځله پخوا هم خپل کړی و.
همدارنګه په یادو مراسمو کې د ښځینه لوبغاړو له ډلې څخه هالنډۍ لیک مارتنس د نړۍ غوره فوټبالره شوه او د ریال مادرید کلب روزونکی زین الدین زیدان د نړۍ تر ټولو غوره روزونکی وټاکل شو.
وروستي