غزل

زه يې له غم ماښام سحر ژاړمه
کلـــه په لر کلـــــــه په بر ژاړمه
په کله کله خندا يار خـــــندوم
ګنې له ځان سره اکثر ژاړمــــه
بغير له روحه بې مفهومه وي تن
چې په کابل او پیښور ژاړمه
نصيبه ماته خندا شته او که نه
اوکه به داسې سراسر ژاړمــــه
اوښکې می بند کړم دريا لا وهمه
تا پسی دومــــــــره يه هنر ژاړمـــــه
سر می دهم مات شی فر هادیم دوخت
خو چی کړم مات د سیتم غر ژاړامه

صاحب ګل فرهاد ،العين