زمونږ په اسلامي او عنعنوي ټولنه کې هغه څوک دي ؟
چې په اصل او معنوي لحاظ په دې دهر او زمان کې تر ټولو مهم د قدر وړ او دکار سړي هم وي لیکن په ظاهري لحاظ د خلکو او ټولنې په نظر تر ټولو معمولي زهیر وزګار او بې قدره خلک هم بلل کیږي خو پس له مرګه بیا خپله فنکاره هنرمنده با احساسه او روڼ انده اروا یې د خلکو پر تیاره ژوند او ذهنونو کې د ستورو او بلو څراغونو په شان وځلیږي وروسته بیا دولت اوخلک ورپسې لکه د مچ لاسونه مروړي او هغې رڼا ته یې خلک شپې تیروي د زیاتې رڼا تمه یې شلیدلې او له لاسه وتلې وي دهغې شخصیتونو د هلو ځلو زیار او رڼا په قدر پوه شي او بیا یې تش په زیارتونو شمعې بلوي او کلیزې یې لمانځي او بس .
مونږ دتاریخ په اوږدو کې په همدې توګه په سلګونو بلکه په زرګونو بل څراغونه د رڼو ستورو په شان خلک مو له لاسه ورکړي او لا نور هم ورکوو خو له بده مرغه چې بیا هم دلاسه ورکړو او یا موجوده دڅراغونو په شان خلکو د ژوند فن او هنر په قدر او ارزښت نه پوهیږو .
هو: ولې نه پوهیږو ! ډیر ښه پوهیږو دهمدغه سوال په ځواب چې زمونږ په ټولنه کې تر ټولو بې قدره معمولي او منفور خلک څوک دي او تر ټولو بډایه منور روشنفکره سپیڅلي او د قدر وړ خلک څوک دي .
ولې نه چې دخپلې ټولنې د پرمختګ ، سوکالۍ، ابادۍ او خپلواکۍ مهم رول او دنده پر غاړه لري او ځانونه په هیڅ افت او حالاتو کې نه دریغه وي لیکن دخلکو او دولت له نظره لویدلي او بې ارزښته خلک هم بلل کیږي چې عبارت یې همدغه شاعران او لیکوالان روڼ اندي د ښه فکر څښتن او ژوندي قلموال دي چې د خپلو بچو دپاره د حلال زرق په پیدا کولو پسې هم لالهانده او سرګردان دي او تر خپل نهایي وس او قدرت پوري یې بیا هم خپل قلمونه تاند او په هر افت باد اوسیلۍ کې د څراغونو په څیر بل او ژوندي ساتلي دي او خپل ولس او ټولنه یې خپلو کړو وړو دود او دستور ( کلتور ) خپلو دندو او مسؤلیتونو او اسلامي حدودو ارشاداداتو او چوکاټ ته ځیر او متوجه کړې ده .
دولت د ولس سره او ولس د دولت سره د خپل قلم او منځګړیتوب په هنر تړي د ولس غږ دولت ته او د دولت غږ د ولس تر غوږونو د قلم په دروي او شپیلۍ رسوي . او دهر ښکیلاک زور ظلم او وحشت په وړاندې خپل قلمونه د نیزو په شان چلوي . د خپل ولس د ویښیدو امن او وروروالۍ د مینې او محبت په خاطر د خپلو قلمونو نه ژبې جوړوي کله سختې ، کله نرمې او خوږې ، کله دغم او کله د خوښۍ سندرې او خبرې شیندي خپل ولس او ټولنه روان ، راتلونکي او تېر ته د اصلاح مینې او محبت په انداز افتونو اونیمګړتیاوو ته ځیروي .
نو ځکه ټولنپوهان پر ځای بیلګه وړاندې کوي چې وایي شاعران او لیکوالان د ټولنې ژبه ، سترګې او غوږونه دي کومه ټولنه چې شاعر او لیکوال نه لري داسې وانګیره چې دا ټولنه سالمه ټولنه نه ده او پر مختګ یې نا ممکن دی ځکه چې ړوند ، ګونګ او کوڼ انسان به څه پرمختګ وکړي او یا به نورو ته څه رسا لار وښيي ځکه چې هغه هم د بل محتاج وي نو په تاسف سره باید ووایم چې د دا ډول خلکو ژوند فن اوهنر ته دولت هیڅ ډول توجه نه ده کړې چې په کومه اندازه لازمه ده چې د دوی د ژوند د ستونزو درک کول او ځوابول څه چې د قلم او کاغذ حق الزحمه یې هم نه ده ورکړي د پښتو ادب په برخه کې په نظم یا په نثري اړخ کې چې څومره کار شوی او یا دا تشې ډکې شوې دي ټول پخپل شخصي لګښت یا د تجارانو او سوداګرو پر مټ شوی دی او دا لړۍ اوس هم پر همدې ترتیب روانه ده خو ددولت له طرفه په دې برخه کې هیڅ داسې کار او توجه نه ده شوې چې دبیلګې په توګه یې څوک وړاندې او یا یادونه وکړي دداسې شخصیتونو ژوند اوفن ته توجه څه چې په ټولنه کې وزګار او لیوني بلل کیږي ځکه چې دولت د خپل نظر او غېږې څخه غورځولي دي .
راشو به شو خپلې کیسې ( د کارسړي) تر عنوان لاندې د ورځنی سمینار ته چې په خوست ولایت مرکز کې د پيوستون کلتوري خپلواکې ټولنې له خوا دا نیک عظیم او سپڅلی ګام اوچت شو چې هر کال به ترتبیږي چې د وخت په ایرو کې پټ او پراته لالونه به راباسي (دکار سړي ) او خلکو ته به یې ورپیژني چې دا دهغو زړونو اواز او غوښتنه ده چې د وخت جابرو بوټ لرونکي پښې یې په خولو او مریو ور ایښي دي چې د حق چیغې یې په ستونیو کې ور زندۍ کړي دي او دخپل ولس په غم او ښادیو کې یې خوبونه په ځانونو حرام کړي دي چې دانوموړي لړۍ شورو له محترم استاذ لال پاچا ازمون او عظیم انسان عبدالاحمد محمد یار صیب په یاد سره وشوه پټه دې نه وي چې څومره کار په دې لمبه لمبه اغزي اغزي حالاتو او ناچیزو امکاناتو سره کړی دی هغه څوک یې په څنګ هم نه دي تیر شوي چې په لوکسو موټرونو کې ګرځي د ولس د وینو بزنس او تجارت یې د نړۍ تر کونج کونجه رسیږي او په محلونو او تکو سرو قالینو په تختونو او قوچونو کې د ژوند خندا وونکي او ګلورینې له خوښۍ ډکې شپې او ورځې تیروي او په ټنو ټنو بادام او پیستې تر ستونیو تیروي د شخصي ګټو او لاسته راوړنو په خاطر د زور واکۍ او پیسو په زور یې په هغو مهمو پوستونو او موقفونو خیټې اړولي چې د ولس د پرمختګ لار یې ډب کړې ده .
۱: لال پاچا ازمون برعکس یو له هغې ډلې څخه دی چې د هیوادوالو او په ځانګړې توګه د پښتون قام دلاره ورکو لارویو په تیاره او کړنګ لرونکيو لارو کې یې د فن اوهنر د خپل استعداد او انرژۍ په زور د سپیڅلي احساس له مخې تر وس او قدرت پورې ځای ځای په لارو کړنګونو کې د خپلو هڅو او روښانه فکر څراغونه د هر ستم او وحشي بړبوکیو کې بل او روښانه ساتلي دي .
لال پاچا ازمون د محترم وطنخیل زوی د ننګرهار ولایت د شینوارو په هسکه مینه کې زیږیدلی چې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د ننګرهار په خوشال خان لیسه کې سر ته رسولي دي او لوړې زده کړې یې د ننګرهار او کابل په پوهنتونو نوکې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې په لوړه درجه بشپړ کړي دي دا مهال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي د پښتو څانګې استاذ دی .
استاذ ازمون ښه غښتلی انځورګر او دټولنې او حالاتو ترجمان او ژباړن شاعر هم دی چې دده د څپلې شاعرۍ چاپ شوي او خپارې شویو ټولګو نومونه تاسو ته د بیلګې او نمونې په توګه یادوم (پرهرونه دي چې خاندي)(په سندرو یو مین سندرې وایو)(در نه بې خوبه نه شي) چې وروستۍ ټولګه یانې درنه بې خوبه نه شي تقریباً ما درې کاله دمخه په خپل وطن خوست کې لوستلې وه چې دا مهال متحده عربي اماراتو کې زما سره نشته او نه یې کوم شعر یا غزل په حافظه او ذهن کې راپاتې دی چې تاسو ته یې دبیلګې په توګه کیږدم او یا یې په شعر خبرې وکړم خو دنوموړي شاعر لار او صف یې زما په مغزو کې شته زه دښاغلي ازمون او محمد یار صیب په نظم او نثر نه غږیږم ځکه چې غږیدا پرې کافي وخت څیړنه او مالومات غواړي خو صرف د نوموړو د هغو چاپي او نا چاپ اثارو ذکر او نومونه د کاري بیلګې په توګه راوړم دخپلو مالوماتو او نا چیز وخت او هڅو له کبله .
ځکه چې زما په نظر او حوصله د دومره اثارو چاپ کول او خپارولو معرفي کول او پیزندل هم بالا وخت او لیکل غواړي لیکن دومره زیاتوم چې د دومره اثارو ټولول لیکل او چاپول یا هر اړخیزو سوژو او میسیج یا بیغام پیدا کول ترتیبول او بیا چاپ ولس او مارکیټ ته لیږدول او وړاندې کول څه چې زما دحوصلې له نظره د تشو سپینو کاغذونو په ګډو وډو کرښو تورول او ډکول هم ګران کار دی لکه څومره چې ښاغلي ازمون او محمد یار په کتابي او منظمه هر اړخیز اثار لیکلي او ټول کړي چاپ او مارکیټ ته د خلکو د ګټې په خاطر وړاندې کړي دي الحمدلله د شکر ځای دی په عمرونو او ګوتو یې برکت شه .
۲ :دښاغلي ازمون په دویم اړخ (اولسي ادب)کې هڅې اوکار
ښاغلي استاذ ازمون به دې بر خه(اولسي ادب) کې هم دپام وړ هڅې اوکار کړی دی او دا برخه یې هم له پامه نده غورځولي او داولسی ادب تشې او خالیګاوې یې درک کړي او داولسی ادب ناوی
په اوربل او کوڅیو کې یې دتدوین او راټولونې دچاپ شویو اثارو رنګه رنګ ګلونه قطار اوټومبلي دي ، داولسي ادب ناوي په سینګارولوکې یې دخپل احساس علمي او فکري خزنونه خپله پوره پوره پانګونه کړیده چې دبیلګې په توګه یې دهغو اثارو نومونه یادوم چې دنوموړي په هڅو او زیار راټول شوي،چاپ اوداولس ترګوتو رسیدلي دي لکه دسین غاړې ګلونه،قلم اوقیام،سندریزې کېسې،دشګې ګل، نمجنې سترګې اوداسې نور.......
اوهمدارنګه یې دځوانو اولسي شاعرانو شاعري ټولګې پخپلو هڅو راټولې کړي ،چاپ او نشر کړي دي لکه: پګړۍ کې کم نه یې له کاکله ګله،کابل دوینو اولمبو په سیند کې،په څیله کې ګلابونه او پرللمه اوري بارانونه چې دایې هم دواولسي ادب په بډاینه کې یوه لویه زیاتونه ده.
۳: همدارنګه په دریم اړخ (څړنیزه برخه ) کې یې هم دخپل غښتلي او هنرمندقلم له نوکې مرغلرې توې او تنظیم کړي او خپل اولس ته یې دګټې اخیستنې په موخه وړاندې کړې دي چې دبیلګې په توګه یې دڅو څړنیزو چاپ شویو اثارو نومونه یادوم لکه: ریښتنی خدمتګار،نیمګړی دیوان، ملاله اومیوند،دصدیق اله ریښتین دژوند هنداره دپورته زکرشویو اثارو له نومونو څخه څرګندیږي چې ازمون صیب په څومره مهیمواواړینو موضعاتوکې څیړنې کړې دي.
۴: همدا رنګه ازمون صیب درې دي اوکه څلور چاپ اوخپره شوي یونلیکونه هم لري چې دمینه والو له خوا یې ښه هرکلی شویدی چې دابه هم دازمون صیب دنثري خوږلت او تجربې تاثیراو برکت به وي.
۵: اوهمدارنګه ازمون صیب دیارلس بیلابیل عنوانه ناچاپ اثارهم لري اوورسره تر زرو هاخوا ناچاپ بیلابیل رپوټونه اوګزریشونه هم لري چې که دلوی ذات خوښه اورضا وه داټول ناچاپ اثاربه په مناسب اوخپل خپل وخت سره چاپ او دمینه والو لاسونو ته به په کتابي بڼه ورسیږي الله (ج) دوکړي.
اوس به راشود ښاغلي محمدیار صیب لنډې پیژندنې هڅو او دکاري انرژۍ ثمرې ته:
دښاغلی محمدیار صیب خپل نوم عبدالاحمد او قلمي نومیې محمدیار دی چې په ادبي او مطبوعاتي ډګر کې یې پیژنګلوي ورباندې کیږي د ښاغلي محمد حسین زوی د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د چراباغ په کلي کې چې د ارغنداب د سین پر غاړه پروت دی نړۍ ته خپلې د مینې او عواطفو ډکې سترګې غړولي او زیږیدلی دی ښاغلی محمد یار ښه زړه راښکونکی غزل بول او نظم ګو شاعر دی چې خپل ولس ته د مینې او محبت سولې او امن سندرې اوخبرې د خپل قلم په مینه ناکه او د انسانیت ډکه نوکه شیندي . سوله او مینه غوښتونکی شاعر دی خو تر دې مهاله یې کومه شاعري او نثري ځانګړې ټولګه نه ده چاپ شوې او دنظم سره په څنګ کې ښه ځیرک او هڅاند لیکوال هم دی لیکن په سلګونو لیکنې مقالې ادبي ټوټې غزلې او نظمونه او ادبي ګذارشونه په مختالفو چاپي او غږیزو خپرونو کې خپاره شوي دي چې د خلکو او ولس غوږونو او لاسونوته رسیدلي دي . ښاغلی محمد یار هغه عظیم انسان دی چې سره ددې چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله په غبرګو پښو هم معیوب دی دلرګینو امساګانو په کارونه او دلوی ذات په فضل سره یې بیا هم په خپلو هڅو منډو رامنډو استعداد او حوصله کې کوم فرق نه دی راغلی او خپلې نه ستړې کیدونکې هڅې یې روانې او ژوندۍ ساتلې دي ځکه چې د روغ هڅاند او پښو لرونکي او ژوندي فکر څښتن دی نو ددې نه باید سترګې پټې نه شي او نه باید د خلکو سترګو ته خاورې وشیندو چې سره سره د اقتصادي امنیتي ستونزو او خاصتاً دده خپلې بدني ستونزې بیا هم د خپل ولس د بربادیو وینو جنګ دردونو اوغمونو څخه یې سترګې نه دي پټې کړې او نه دځینو پښو لرونکیو او واک لرونکیو پښتنو او افغانانو په شان د غفلت او مستۍ په خوب ویده پاتې دي په هر حالت کې یې د ولس درد خپل درد او خوښی یې خپله خوښي ګڼلې ده دخپل ولس سره ځانونه تړلي اوشریک بولي .
او له بله پلوه د کندهار ولایت دبینوا فرهنګي ټولنې چې دمینې په نوم هر اړخیزه ناپییلې په زړه پورې مهالنۍ مجله هم لري چې نوموړی یې مشري پر غاړه لري چې دخپلو مالوماتو له مخې یې چې زه یې لرم یو دیرش عنوانه بیلابیل کتابونه د ښاغلي محمدیار په هلو ځلو او راټولونه او دده تر مشرۍ لاندې چاپ او خپاره شوي دي چې په مناسب او خپل خپل وخت سره یې د پښتو ادب په زرګونو تږو تندې ماتې او خړوبې کړې دي چې دا یو دیرش بیلابیل عنوانه چاپ شوي اثار د نوموړي د نه ستړي کیدونکي زیار ثمره اوبرکت ؤ .
لکه څرنګه چې ما مخکې هم یادونه وکړه چې زه دښاغلي ازمون او ښاغلي محمد یار د نظم او نثر په خوبیو او خامیو نه غږیږم لیکن صرف هغه مالومات چې زه یې لرم د نوموړیو د هلو ځلو او کاري انرژۍ په مورد له خپلو لوستونکو او مینه والو سره شریکوم صرف او صرف د دوی دچاپ او نا چاپ اثارو یادونه کوم چې ریښتیا هم د دوی پر اثارو څیړنه او شننه څه چې زما غوندې سړي ته خو د دومره سپینو کاغذونو ګډو وډو کرښو تورول هم ګران دي خوبیا هم دومره زیاتوم چې تر خپله وسه یې د پښتونوالۍ حق ادا کړی او ادا کوي یې او دهغو خلکو په شان خپلو وجدانونو او ضمیرونو ته ملامت اوسر ټیټي نه دي لکه څنګه چې ډیر د اقتدار تاج اوتخت د دولت په نشو کې مست او غافله دي د شخصي غوښتنو او لاسته راوړنو په خاطر یې د خپل مظلوم در په در بې چاره ولس پر سرونو او خولو یې پښې ورایښې او خپلو هدفونو او موخو ته یې ځانونه پرې رسولي دي او دسولې مینې او محبت امن او وروروالۍ فضا یې کثیفه کړې او دژوند کولو نفس ایستلو اخیستلو یې ایستلې ده او د ولس په شر کې خپل خیر او دبل په ژړا کې خپله خندا او دولس په فقر او غربت کې خپله هستي لټوي او د ولس په بربادۍ وینو او زخمونو جنګ او جګړو کې داقتدار ، راج او حکمرانۍ خوبونه ویني . نو اوس باید ولس او لوستونکي خپله څیړنه او ځیرنه وکړي چې حقیقت په ټولنه کې تر ټولو بې قدره وحشي ، زهیر ، وزګاره ، ویده او غافله خلک څوک دي؟
او په ټولنه کې تر ټولو په ریښتني ډول روشانفکره با احساسه او د قدر وړ (د کار سړي ) څوک دي ؟
خو له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې دا څیړنه او ځیرنه برعکس تعبیریږي څوک چې په ریښتیا د کار سړي وي او خپل ولس ته د مینې اومحبت وروروالۍ او یووالي ،سولې او امن دپاره بلنه ورکوي او ځانونه د ولس په غم او درد او خوښیو شریک بولي او دولس دپوهې او پر مختګ لپاره یې شپه او ورځ په ځانونو خوبونه حرام کړي او دهر جابر دوښمن د ګواښ سره مخ دي په ټولنه کې وزګار او لیوني بلل کیږي.
لیکن څوک چې په ټولنه کې د جنګ او جګړو نفرت اوبې اتفاقۍ اورونه او تخمونه شیندي او د ځانګړي مادیاتو او لاسته راوړنو په خاطر یې ټولنه او ولس شاته غور ځولي او خپل شوم پلانونه پر مخ وړي داسې اشخاص په دا نا بینا ټولنه کې د کار او قدر وړ سړي بلل کیږی افسوس د ولس پر غفلت .
چې د داسې ټولنې او حالاتو ترجماني ما د خپل غزل په یوه بیت کې داسې کړي ده
دلته هغو ته اتل زمــــــــانه وايـــــــي
چا چې ډیر سرونه پرې وي له شمزیو
دلیکنې او مضمون په وروستیو کرښو کې یو ځل بیا په ټوله پښتنه مینه ښاغلي ازمون او ښاغلی محمد یار صیب ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم د دوی د ټولو دچاپ او نا چاپ اثارو چې د زړه په وینو او د وجود په خولو او په ذهني ستړیا یې دومره سپین کاغذونه څه چې د ټولنې د لاره ورکو لارویو په خاطر یې په هره تیاره کې لکه بل څراغونه اثار ټولنې ته وړاندې کړي او ایښي دي .
په اخر کې یو ځل بیا د خوست ولایت د پیوستون کلتوري ټولنې مشرتابه او ورسره غړو او ملاتړو او مینه والو ته د زړه له کومې د دې یو ورځني سمینار (دکار سړي ) چې هر کال به تربیږي او دکار سړي به خلکو ته ورپیژني مبارکي وړاندې کوم او په راتلونکي کې ورته د لا بري او توندۍ دعا کوم او دلوی څښتن څخه ورته اوږده ایمانداره عمرونه غواړم او دخپل مضون را ټولونه د خپل دیوه غزل په وړاندې کولو سره کوم او د درنو لوستونکو سره مخه ښه کوم .
که هر څو سر په تالي وړمه دپښتو دپاره
بیا مې هم خپل په کاڼو ولي دپرادو دپاره
ماته مجرم وایې دحق په غوښتو هغه خلک
څوک چې نړۍ لمبه کوي دځان غوښتو دپاره
ځان به لمبه کړم لکـه شمعـه دوطـن په نامـه
رڼـا بـه راوړم د وطـن دتـریـږمــو دپــاره
دحق سنګرته مې اوبه دسرکوپړۍ کې یوسی
زمـا دې قـوم د تږیو تږیـو شـازلمـو دپــاره
دوی هم بې نیازوي لکه زه له دې نیمګړي دنیا
ورمې دزړه ځکـه کړو خـلاص دلیـوانو دپــاره
فرهاد کـه ومري خولښکریې دغـزلو نه مري
غزل یې بـس دي د اولـس دویښـیـدو دپــاره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعراولیکوال صاحب ګل فرهاد
متحده عربي امارات العین
2011428
وروستي