منم چې ما ورسره مينه كړې
منم چې ما به يې سر هم په زنګانه ايښى وي
ځكه : زما دښايست ښكلى ماشوم
هغې په ګرمو شونډو ډير ښكل كړى
خو : زه ملامت نه وم زلمى نه ومه
زه په ګناه اوثواب نه پوهيدم
پدې سزا او عذاب نه پوهيدم
دخپل تقدير نه بې خبره ومه
ما ويل چې ټول عمر به دغه شان وم
غاړه غړۍ به وو به ووپه ټوله مانا
خو : ددغې خوب تعپير مې برعكس شو
دژوندون لارې مو شوې بيلې بيلې
خو : بيا هم دومره ليونۍ وه هغه
چې تصويرونه مې تر اوسه پورې
لكه ماشومه په خپل جيب كې ساتي
زمادتصوير سره خبرې كوي
زما دتصوير سره خبرې كوي
صاحب ګل فرهاد
وروستي