غوث زلمی ولي خوشي سو؟!

سيدسعيد
غوث زلمی چي دوه نیم کاله مخکي کابل کي دقران کریم داصلي (عربي )متن څخه پرته په دري ژبه دهغه د تحریف سوې ژباړي او خپرولوپه جرم ونیول سو، نودابتدایې محکمې له خواداعدام سزاورته واورول سوه، خووروسته بیانورومحکموپه شل کاله بندمحکوم کړ.دغوث زلمي په نیول کیدوپه افغانستان کي دښکېلو هیوادونواستازواوسفارتونواندېښنه څرګنده کړه اودایې دبیان دازادۍ خلاف عمل وباله .بالاخره په دې وروستیوکي رسنیودغوث زلمي دخوشي کیدورپوټونه خپاره کړل .دلوي څارنوالۍ یوې سرچینې رسنیوته ویلي چي، دبهرینوسفارتونواودژورنالستانودټولنودفشارله وجي کرزي دهغه دخوشي کیدوفرمان صادرکړ .تراوسه معلومه نه ده چي زلمی په افغانستان کي دی اوکه کوم بهرني هیوادته په تللوبریالی سوی دي .
غوث زلمی په افغانستان کي داسلامي شعایرودسپکاوي په ګناه لومړی مجرم کس نه دی چي دستري محکمې ،عدلیې وزارت اولوي څارنوالي دپرېکړي او آن خبرتیاپرته دبهرینودفشارله وجي د«ولسمشر!!»له لوري خوشي کیږي .دزلمي څخه مخکي هم نورډېرپه ورته جرمونوککړافراداوسازمانونه بې پوښتني – ګرویږني نه یوازي بري سوي دي ،بلکي لا پسي تقدیرسوي هم دي .دبېلګې په توګه دعلي نسب محقیق ،مرتدعبدالرحمن ،دپیمان ورځپاڼي چلونکي ،پرویزکامبخش او..... یادولای سوچي ،دخوشي کیدوسره سم یې دنړۍ په عیسوي پلازمېنه واټیکان کي دجګپوړوکاردینالانواوکشیشانوله لوري داتلولۍ مډالونه پرسینووروټومبل سول .
دتعجب اوافسو س وړده چي دکابل دتخت وتاج دعوه لرونکي اوقاضیان یې اوس لاهم ځانونه دولس استازي بولي اوخپلي ادارې ته دیوه خپلواک ملي اسلامي حکومت نسبت کوي .په داسي حال کي چي دصلیبي یرغلګرودخوښ ساتلواویافشارپه خاطرخپل دیني ،ملي ،کلتوري اوټولنیزارزښتونه ترپښولاندي کوي اودشرم وړیې لاداچي خپل اساسي قانون خپله پایمالوي .خوبې پیسواوبې واسطوهیوادوال بیا دهمدې په اصطلاح قانون د نقض په شک اوداشغالګروپرضددبرحقي مبارزې په توروهل کیږي ،بندیانیږ ي اوآن دزندان دتوروتمبوشاته دهرډول قانوني اوانساني نورمونوخلاف اعدامیږي . ولي برعکس چي کله بیا داسلام اومسلمانانوتوهین کونکي ونیول سي نوپه کوردننه اودباندي یې ملاتړي دیومنظم پلان له مخي دنیوني غندنه کوي اودداډول ګناهکارانونیوني دډیموکراسۍ اودبیان دازادۍ خلاف اقدام بولي . ښایې نورنودکابل مذهبي – سیاسي تفریطیون دکابل رژیم پوري داسلامي کلمې دتړلوګستاخي تکرارنه کړي ځکه چي دستري محکمې پرېکړي یې دډیموکراسۍ دغړانده اورتاب نسي راوړلای اودسترګوپه یوه رپ کي یې هرڅه ور ویلوی اومحوه کوي .
لکه چي بریښي ځینوته دغوث زلمي خوشي کیدل چنداني دپام وړمسئله نه بریښي ،ولي دافغانستان غوندي اسلامي هیواد کي دااوورته کړني خوراکړکیچني پایلي درلودلای سي چي، بیابه یې درژیم دري ګوني قواوي اواشغالګرځواکونه په پوره زوراوشورسره هم مخه ونسي نیولای .که یې رالنډه کړونودرژیم دنسکوریدوسبب کیدلای سي ځکه چي افغان ولس ددې هیواددخپلواکۍ اواسلامي واکمنۍ دحاکمیت په خاطرپه ملیونونوسرونه نذرانه کړي، هجرتونه اوډول ډول کړاونه یې ګاللي دي .نو اوس چي یوڅوک راولاړیږي دهمد ې اسلامي اوغیرتي خاوري په پلازمینه اوولایاتوکي یې دعیسویت تبلیغ کوي قران کریم تحریفوي اوبیایې پرخلګوپه وړیاتوګه ویشي څه فکرکوئ !ایا افغان پردین اووطن مین ولس به یې په وړاندي هیڅ ډول غبرګون ونه ښیې ؟! .
داسمه ده چي دبیان ازادي دډیموکراسۍ دبنسټیزوآرونوڅخه شمېرل کیږي خوپه تېروڅوکلونوکي موڅومره ډېرځایونه اوځلونه ولیدل چي دډیموکراسۍ پوځیانودډیموکراسۍ دتمثیل په موخه ډیموکراسي زندۍ کړه اودبیان دازادۍ په جرم یې پرڅومره لاریونونوبې رحمه ډزي وکړې اوڅومره مظاهره چیان یې شهیدان اوټپیان کړل اوڅومره نورملکي افغانان اوژورنالیستان یې په ښکاره اومرموزډول له تیغه تېرکړل چي دنمونې په توګه یې عبدالصدروحاني ،جاویداحمدکاکړ،سلطان منادي ،احسان الله شهیدزوی او.....وحشیانه وژني یادولای سو.دحیرانتیاوړه خولاداده چي پرون یې دبیان دازادۍ په جرم دصمدروحاني او جاویداحمدکاکړژوندواخیست اونن بیادبیان ازادۍ ته په درناوي پرویزکامبخش اوغوث زلمی خوشي کوي ؛په داسي حال کي چي همدادواړه (کامبخش اوزلمی )د محکمې له خواداعدام اویاپنځه ویشت کاله بندپه سزامحکوم سوي وو اود مربوطه قضایې اوعدلي ارګانونو دیوانونه یې په جرمي دوسیواوډل سوي دي .
که دافغانستان څخه دباندي دنړۍ حالاتوته وګورونوهم همداحال اوناتاردی دډیموکراسۍ تربیرغ لاندي زوروردکمزوري ،فاسددمصلح اوکافردمسلمان پرحقونوتېری کوي ،حتی دبشرپه سترګه نه ورته ګوري ،په مذهب اوفرهنګ یې ملنډی وهي .خوکه همدامظلومان دخپل دین اوکلتورڅخه ددفاع په مقصدکوم حرکت کوي نوبیادترهګرپه ناتعریف سوي نوم نومول کیږي اودبشردحقونوڅخه ددفاع دټیکه دارانواودنړۍ دامن دعلمبردارانو!! له لوري دهرډول انساني آن حیواني حقونوڅخه بې برخي په ژوندوني په قبرونواوقفسونوکي په بې ساري وحشیانه ډول ساتل کیږي ؛چي جوت مثالونه یې په ابوغریب ،ګوانټانامو،بګرام او.....ځایونوکي نړیوالودسرپه سترګوولیدل .
خوږولوستونکوتاسي ته بهتره معلومه ده چي صلیبي ټروریستي ټلوالي پرافغانستان نه یوازي پوځي یرغل کړي دی ،بلکي سربېره پردې یې عقیدوي – فکري اوفرهنګي یرغل خوراداندېښنې وړدی ؛ځکه چي پوځي تېری دمادي اسبابوپه مټ تریوې محدودي زمانې پوري پایښت کولای سي ؛خوبرعکس عقیدوي اوفکري استعمارترپېړیوپېړیوخپله بقاساتلای سي .دبېلګې په توګه لسیزي وړاندي دوارساجنازه خاورته وسپارل سوه ؛خودکمونیزم مفکوره اودمارکسیزم فلسفه اوس هم په نړۍ کي په دولتي اوولسي کچه ژوندۍ ده.نوبنأپه ګران هیوادافغانستان کي دصلیبي اشغالګرانوپرضدبایدپه هرمحاذکي مقابله وکړل سي .مخصوصاعلماءکرام اودرانه قلموال بایددې ټکي ته ډېرځیرواوسي اووخت پروخت بایددخپلوویناوواولیکنوله لاري بیچاره هیوادوال په ځانګړي ډول ځوان کهول دصلیبي يرغلګرانودتوطیواودبیان دازادۍ په نوم یې دتنصیري اوتبشیري ګمراه کونکوسازمانونواوټولنوله ناوړه عزایمواودسیسوڅخه خبرکړي اودژغورني اودفاع لاري چاري ورته په ګوته اوروښانه کړي .ترڅوپه راتلونکي کي داسلام ددښمنانوشومي موخي شنډي اوتباکونکي پلانونه یې خنثی کړي .
په افغانسان کي بې دینه (سیکولر)سیاسي – اقتصادي ماډلونو اوسیسټمونودچلاوچانس له لاسه ورکړ ی دی .په ځانګړې توګه پزپرېکړې ډیموکراسي به نوره هم پکښي شرمنده سي؛ځکه چي نه به دموجوداداري فساد،اخلاقي فساد،دمخدراتودکر- قاچاق ،انسان تښتوني ،دشخصي اودولتي ملکیتونودغصب اوبېلابیلومافیایې کړیو مخه ونیسي اونه به هم دوینودروان سیلاب مخه ډب کړای سي .دلیکوال په اندد افغانستان دموجوده ستونزودحل یوازینۍ لاراسلامي نظام دی ځکه هلته نراوښځه ،لوي اوکوچنی ،پاچاه اوګدا د یوډول حقونوڅخه برخمن دي .نوطبعابه دجرمونواوجینایتونوکچه ټیټه وي اوهرڅوک به په فردي اودولتي ،شخصي اوټولنیزه راکړه ورکړه کي په یوډول نه یوډول دمسؤلیت احساس کوي چي، په پایله کي به یې ټولنه دامنیت ،عدالت ،صداقت ،ورورګلوۍ ،سوکالۍ اوترقۍ په زرینووړانګوروښانه اوودانه وي .