د پخې شپې خواږه خوب غوندې جانانه
وخ در ځار د مينتوب غوندې جانانه
چا ڼوي مي خيال په تا پسې توركاڼي
د شړي د ساده توب غوندې جانانه
د لمبه لمبه زړګي دي را نه غواړي
د اوبو د مهينتوب غوندي جانانه
د عقلونو فلسفي در نه قربان شه
د ځوانۍ د ليونتوب غوندې جانانه
جلان مرمه پسرلي ته مي زړه كيږي
غيږه را كړه د آريوب غوندې جانانه
سيدجيلاني جلان
وروستي