
د حزب اسلامي اعلاميه
04-04-2010 1:49 AM
د حزب اسلامي يو هيئت له يوې جامع طرحي سره، د هېواد د روان دردناك بحران د ختمولو په موخه كابل ته تللى، كابل ته د هيئت له رسېدو ورسته د امريكا دفاع وزير رابرټ گيټز د سنا يوې جرگگۍ ته وويل چي له طالبانو سره لا د صلحي مناسب وخت نه دئ رارسېدلى، او گواكي مناسب وخت ئې د ده له نظره هغه دئ چي دوى برلاسي او مجاهدين ښه كمزوري او د دوى د شرايطو منلو ته اړ وي!! په دې اړه د څو خبرو وضاحت ضروري گڼو:
• كه دا ځواب د كابل د چارواكو ځواب هم وي نو ټولو ته وايو: إن شاء الله دا خوب به مو هيڅكله رښتنى ثابت نشي، د مجاهدينو د كمزوري كولو هيله به مو هيڅكله ترسره نشي، هغه وخت به هيڅكله رانشي چي تاسو برلاسي او مجاهدين كمزوري او ستاسو شرايطو ته په غاړه اېښودو مجبور وي.
• كه خداى مه كړه داسي وخت راغى نو بيا به زموږ ځواب دا وي چي اوس نو د خبرو وخت تېر شوى!! ډاډه اوسئ چي موږ به هيڅكله د ضعف او كمزورۍ په حالت كي له دښمن سره خبرو ته كښېننو او داسي صلحه به ونه منو چي د دښمن د شرايطو د منلو په معنى وي. اسلام موږ ته همدا لارښوونه كړې، موږ د ضعف او كمزورۍ پر مهال له دښمن سره روغه جوړه حرام گڼو. دا منو چي سرونه مو د الله تعالى په لار كي پرې شي خو دښمن ته به ئې ټيټ نه كړو او ذلت ته به تسليم نشو.
• ټول افغان ولس، صلح غوښتونكي كړۍ، د جنگ مخالفين او ټول نړۍ وال دي شاهد وي چي دا دئ موږ د جگړي د پاى ته رسېدو او د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره داسي معقوله، عملي، آسانه او ټولو ته عزتمنه طرحه وړاندي كړه چي په هغې كي مو د ځان لپاره هيڅ نه وو غوښتي، نه د اوسني حكومت نسكورېدا، نه موقت حكومت ته د اقتدار انتقال، نه د پارلمان، فوځ، پوليس او امنيتي ځواكونو انحلال، نه په ادارې كي اشتراك، نه مادي او نه سياسي امتيازات، يوازي د هېواد آزادي، د بهرنيو ځواكونو وتل او د جنگ خاتمه مو غوښتې وه، بهرنيو ځواكونو ته مو د وتلو لپاره د شپږو مياشتو معقول مهال وېش ټاكلى، علماءو، قومي مشرانو، ډېرو سياسي ډلو او ډېرو هوښيارو، عقلمنو، دين پالو او وطنپالو شخصيتونو، ډېرو حكومتي چارواكو او ځينو بهرنيو ذيدخلو خواوو له دې طرحي سره توافق وكړ او دا ئې د افغانستان د بحران لپاره تر ټولو عملي، عادلانه او معقوله طرحه وگڼله، خو امريكايي مغرورو او جنگ غوښتونكو جنرالانو د هغې مخالفت ته ملا وتړله، د جنگ پر دوام ئې ټينگار وكړ او مجاهدين ئې دې ته اړ كړل چي ووايي: موږ به د سوك ځواب په سوك وركوو او د كوتك ځواب په كوتك، څوك چي د ټوپك په ژبه له موږ سره خبره كوي د غوږونو خوا ته به ئې مرمۍ تېرېږي، په هر گام كي به د بريد وېره ورسره وي او د سړك د غاړي چاودني به ئې استقبال كوي.
• ټول لوري دي په دې پوه وي چي دا د بحران د سوله ييز حل او د اشغالگرانو د پتمن او عزتمن وتلو يوازنى او آخري چانس دئ، كه دا مو له لاسه وركړ نو بيا به همغه څه كېږي چي د روسانو له وتلو وروسته وشول، د امريكايانو وتل به همغسي وي لكه د روسانو!! د كابل حكومت، فوځ، پوليس او چارواكي به ئې له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د كمونيست نجيب حكومت ورسره مخامخ شو، امريكايان او پر دوى متكي لوري دي پوه وي چي اشغالگران له وتلو پرته بل بديل نه لري، حتماً به وځي، يا له لږ او يا له ډېر سپكاوي سره.
• موږ په دې طرحي كي داسي څه نه گورو چي څوك ئې د كوم بند په اړه د مخالفت لپاره د منلو وړ توجيه ولري، د طرحي ټول بندونه يو له بل سره تړلي دي، له هر بند سره ئې مخالفت له ټولي طرحي سره د مخالفت په معنى دئ، كه مقابل لورى له دې جامع طرحي سره په هره بهانه مخالفت وكړي، د رابرټ گېټز په وينا يا د روان حالت د مزيد دوام په موخه، نو زموږ د هيئت مأموريت به پاى ته رسي او موږ به خپل ولس او نړۍ والو ته خپل پيغام رسولى وي چي موږ صلح او د جنگ خاتمه غواړو او امريكايان او په دوى پوري تړلې كړۍ د جنگ دوام. زموږ هيئت د چنو لپاره كابل ته نه دئ تللى، نه ځان ته څه غواړو، نه نورو ته تر دې زيات څه وركولى شو.
• موږ طالبان هم له دې طرحي سره توافق ته رابلو، څوك چي د هېواد د آزادۍ او د اشغالگرانو د ايستلو لپاره جنگېږي له دې طرحي سره د مخالفت هيڅ دليل ورته نه مومو، په دې باور يو چي د مجاهدينو مطلق اكثريت به د دې طرحي ملاتړ كوي. موږ تر بالواسط مذاكراتو مخامخ او بلا واسطه بين الافغاني مذاكراتو ته ترجيح وركوو، نورو ته هم توصيه كوو چي همدا لار خپله كړي، هيچا ته دا موقع ورنه كړي چي د دوى د وصي او قيم په توگه په مذاكراتو كي برخه واخلي، د كاى آى ډي په واسطه د مذاكراتو پايلي د ټولو په وړاندي پرتې دي چي خبره ئې د طالبانو د مشرانو په اړه سي آى اۍ ته اطلاعات وركول او د دوى نيول كېدا وه.
• ځيني غرضي او مرضي كړۍ دا تبليغات كوي چي په ځينو سيمو كي د طالبانو له لوري د حزب پر مجاهدينو د بريدونو له امله حزب اسلامي دا طرحه وړاندي كړې!! حال دا چي دا طرحه تر دغو پېښو ډېر د مخه اعلان شوې او له دغو پېښو سره هيڅ تعلق نه لري، موږ له طالبانو سره نه مخكي د جنگ اراده درلوده او نه نن، هر هغه جنگيالى د خپلي مورچلي جنگيالى گڼو چي د اشغالگرانو په ضد جنگېږي، د طالبانو په ليكو كي لوى شمېر جنگيالي د حزب اسلامي غړي دي چي د خاصو عواملو له امله د دوى په څنگ كي جنگېږي.
• كه امريكايان په تېرو اته نيمو كلونو كي، په يو لك فوځ، او تر دې زيات استخباراتي، امنيتي، اداري او لوژيستيكي پرسونل، د دوه لكه اجير افغان امنيتي او جنگي ځواكونو په مرسته او ملياردونو ډالرو جنگي مصارفو، دوه نيمو زرو مړو او څلوېښت زرو ټپيانو په گاللو سره ونه توانېدل چي مجاهدين كمزوري او مقاومت تضعيف كړي، د سرلوړو افغانانو پر هېواد منگولي ټينگي او لاس پوڅى دولت پر اوضاع مسلط كړي، له دې وروسته څنگه دا طمعه لري چي د دېرش زره نور فوځ په زياتولو سره به په يو كال كي دا موخي ترلاسه كړي؟!! كه د دوى د فوځونو د تدريجي زياتوالي تناسب د مجاهدينو د مضبوطيا او د مقاومت د ورځ په ورځ پراخېدا له بهير سره مقايسه كړو نو نتيجه به ئې له دې پرته بل څه نه وي چي راتلونكى كال به إن شاء الله لږ تر لږه د دښمن لپاره داسي وي لكه تېر كال، هغه كال چي امريكايي جنرالان ئې د ځان لپاره تر ټولو خونړى كال گڼي. دوى ته وايو: تاسو د هيلمند يوه ولسوالۍ په دريو مياشتو كي د داسي پراخ او ستر جنگ په ترڅ كي په بشپړه توگه اشغال نه كړى شوه چي د تېرو اتو كلونو تر ټولو ستر عمليات مو ونومول!! نو كه وغواړئ چي پاتې دوه نيم سوه ولسوالۍ هم له مخالفينو تصفيه كړئ څو كلونو ته ضرورت لرئ او څومره نور فوځ بايد افغانستان ته راولېږئ؟!! اوس خو دا دئ گورئ چي بغلان، كندز، كاپيسا، وردگ ميدان، غزني، زابل، پكتيا، پكتيكا، خوست، لوگر، كنر، نورستان، ننگرهار، لغمان، بادغيس، فارياب، فراه، نيمروز، هرات، ارزگان ... هر يو ستاسو لپاره يو هيلمند گرځېدلى او هر يو د مارجې په څېر ولسوالۍ لري.
حزب اسلامي افغانستان
10/1/1389