پولیسو د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین سخت ووهل او په مرګ یې وګواښل


د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین د پولیسو له خوا ووهل شول، وګواښل شول او اوس یې څو تنه نیولي او قومندانۍ ته روان کړي، په یادو محصلینو کې د بینوا فرهنګي ټولنې مشر ښاغلی عبدالاحمد محمدیار یار هم دی.
ښاغلی یار څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې د یوه وکیل قاضي نذیر له خوا په موټر وهل شوی و، او د نوموړي لکړي یې ماتې کړې وې. د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلانو د خپلو لاریونو په ترڅ کې نن یو ځل بیا د دې پوهنتون دروازه تړلې وه محصلان ټول په غوسه ول، د دوی او پولیسو او هغه ډلې زده کوونکو تر منځ چې د رباني د نوم پلویان دي د ډبرونه وارونه هم سره شوي ول.
د یاد پوهنتون محصلین له څو اونیو را په دې خوا دې پوهنتون ته د پروفیسر برهان الدین رباني د نوم ورکولو په خلاف مظاهرې او لاریونونه کوي. دوی د خپلو لاریونو په لړ کې د ولسي جرګې دروازې بندې کړې، ولسمشر ته لاړل او همدارنګه یې له صلاح الدین رباني سره چې د برهان الدین رباني زوی دی وکتل.
خو لا تر اوسه د دې مسئلې په اوارې کې پام وړ اقدام نه دی شوی. داسې ګنګوسې هم شته چې ګواکي دا پوهنتون به په (پوهنتون تعلیم و تربیه شهید صلح پروفیسر برهان الدین ربانی) باندې واوړي. خو محصلین وايي چې هیڅ ډول نوم منلو ته تیار نه دي ا وغواړي یوازې او یوازې د تعلیم او تربیې پوهنتون تر نامه لاندې خپلې زده کړې پر مخ بوځي.