داقتصاد ډاکتر دجنګسالارانو په ځنګل کې


اوتاوا سیټيزن
د ۲۰۱۲ د اګست ۲
اوتاوا – د افغانستان حکومت چې پخوا هم په دې تورن و چې په فساد کې ښکېل دی، د پنجشنبې په ورځ، وروسته له هغې چې یوې تلویزیوني شبکې وویل چې د مالیې وزیر تر یو ملیون ډالرو زیاتې پیسې خپلو بهرنیو بانکي حسابونو ته لېږدولې دي، یو وار بیا تر ګوزار لاندې راغی.
د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي تلویزیون – طلوع – په وینا حضرت عمر زاخېلوال په تېرو پینځو کلونو کې دا پیسې په کاناډا کې خپلو حسابونو ته لېږدولې دي.
یوه لسیزه مخکې تر دې چې زاخېلوال د مالیې وزیر شي، د کارلټون په پوهنتون کې د اقتصاد د دوکتورا محصل و.
د هغه پخواني لارښود استاد ته اوس هم یاد دي چې په هغه ورځ چې ده «پر معاشونو د سوداګرۍ اغیزې» تر سرلیک لاندې د خپلې دوکتورا له تېزس څخه دفاع کوله، کله چې د دفاع مجلس تر ټاکلي وخت ډېر اوږد شو نو زاخېلوال اجازه و غوښته چې د ازموینې له خونې بهر ووځي او خپلو محصلینو ته درس ته په ځنډ د ورتلو خبر ورکړي.
ژیکي چن سیټيزن ورځپاڼې ته وویل: «داسې برېښېده چې هغه په منډه د درس خونې ته ورغلی و، چې بېرته راغی خولې پرې راماتې وې او سا یې تله راتله. سره له دې یې وکړای شول چې خپله دفاع په بریالۍ توګه سر ته ورسوي».
زاخېلوال د ۲۰۰۷د او ۲۰۱۱ کال تر منځ د ده د مالي چارو په اړه د طلوع د ګزارش تر خپرونې وروسته دا خبره رد کړه چې ګواکې ده کوم غیر قانوني کار کړی دی.
زاخېلوال طلوع ته وویل چې ده د پیسو ګټلو نورې لارې هم درلودلې او کله یې چې د سلاکار په توګه کار کاوه د ورځې یې یو نیم زر ډالره ګټل.
په اوتاوا کې د افغان سفارت یوه کارکوونکي په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
زاخېلوال طلوع ته وویل : «کله مې چې له حکومته بهر کارکاوه ډېر خوشاله وم، ځکه چې هغه مهال راپسې دومره توطیې نه جوړېدلې.»
زاخېلوال په ۱۹۹۱ کې کاناډا ته راغی. هغه د مشر اقتصادي څېړونکي په توګه د کاناډا احصایې سره کار کاوه، د کارلټون په پوهنتون کې یې د اقتصاد تدریس کاوه چې له هماغه ځایه یې په ۲۰۰۱ کال کې دکتورا هم واخیسته. د حکومت د وېبپاڼې په وینا هغه د نړۍوال بانک، د ملګرو ملتونو او د کاناډا د نړۍوالې پراختیا له ادارې سره د سلاکار په توګه کار کړی دی. هغه همداراز د اوتاوا د سیټیزن ورځپاڼې له پاره د سپتمبر تر یوولسمې وروسته د افغانستان په اړه شننې هم لیکلې دي.
په ۲۰۰۲ کال کې هغه د سيټیزن له پاره په یوه لیکنه کې شکایت کړی و چې د افغانستان د دیموکراسۍ او د خپل ځان په اړه د تصمیم نیولو حق د نړۍوالو مداخلو له امله له ګواښ سره مخ دی. هغه همداراز لیکلي وو: «په هېواد کې نهیلي هغه وخت پخوالي ته ورسېده چې جوته شوه چې د افغانستان راتلونکې د جنګ سالارانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د تنګنظره اجنډاوو قربانې شوه.»
عزیزالله لودین په افغانستان کې د فساد ضد ادارې مشر وویل چې د زاخېلوال سپیناوي نه دی قانع کړی او د شنبې په ورځ به په دې اړه پلټنې پیل کړي. «د مالیې وزیر وایي چې ما نور تشبثونه هم درلودل خو زه ترې پوښتم چې کوم تشبثونه یې درلودل؟ موږ به په دې اړه جدي پلټنې وکړو.»
زاخېلوال د ۲۰۰۹ په فبروري کې د مالیې د وزیر په توګه و ټاکل شو. تر هغې د مخه په هېواد کې د پانګې اچولو د ادارې مشر و او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر کرزی مهم سلاکار دی.
د افغان وزیرانو میاشتنی معاش ۲۰۰۰ ډالره دی او ۱۴۰۰ ډالره د دسترخوان خرڅ لري. لودین وایي چې له دې سره سره زاخېلوال په دې وروستیو کې د ۱۶۰۰۰۰ ډالرو یو موټر اخیستی دی. لودین همداراز وایي چې د هغه د ادارې د پلټنو له مخې د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱ پورې یو میلیون او اتیا زره ډالره په الفلاح بانک او سټنډرډ چارټر بانک کې د زاخېلوال په اړوند حسابونو کې ښکته پورته شوي دي. چې په دې جمله کې په ۲۰۰۹ کال کې دوه لکه ډالره د یوې خصوصي کمپنۍ له خوا اچول شوي دي.
د طلوع په وینا د بانکي حسابونو اسناد ښیي چې زاخېلوال په ۲۰۰۷ کال کې سل زره ډالره په کاناډا کې د یو کور اخیستلو په موخه واشنګټن میوچیول بانک ته لېږدولي چې وروسته یې بیا یو ځل پنځوس زره او بل ځل اویا زره ډالره نور هم همدغه حساب ته انتقال کړي دي. همدا راز، د طلوع په وینا، په ۲۰۰۹ کال کې زاخېلوال ۶۷۰۰۰ ډالره د کاناډا رایل بانک ته لېږدولي دي.
جو بربېرا، د رایل بانک کاناډا ویندوی په یو برېښنا لیک کې لیکلي دي :«موږ په دې اړه څېړنې کوو خو د خپلې پالیسۍ د یو اصل په توګه موږ د اشخاصو پر مالي چارو تبصره نه کوو.»
د نړۍ د ۱۸۳ هېوادونو په لړ کې افغانستان د فساد د احساس د شاخص له مخې ۱۸۰ مقام لري.
د دې هېواد غربي ملاتړو په وارو وارو په هغو پنځوس ملیارده ډالرو مرستو کې چې دوي کړي د لاس وهنو د بندولو غوښتنه کړې ده. ټېره میاشت کرزي ټولو وزارتونو ته یو فرمان صادر کړ چې د خپل پالنې او فساد کچه را ټيټه کړي او سترې محکمې ته یې حکم کړی چې په دې اړه پلټنې لا پسې چټکې کړي.