د فرهنګي جشن خبرتيا

ټاکل شوې ده د نوروز او نوي پسرلي په ویاړ یو فرهنګي جشن جوړ شي، په دغه جشن کې به څلورو غوره پښتو او دري شعرونو او داستانونو ته جاېزې ورکړل شي. له ټولو شاعرانو او لیکوالانو څخه هیله کېږي، خپل هغه شعرونه او داستانونه، چې د نو روز او پسرلي په مناسبت یې لیکلي وي،د روان کال د وري ( حمل) د میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې؛ پښتو اثار د افغانستان سیمه ییزو مطالعاتو مرکز ( کابل پوهنتون وروستي تمځای) او دري اثار د مدني ټولنې دفتر ( په شهرارا کې) ته وسپاري.

د فرهنګي جشن د تدارک کمېټه