آيا افغانستان اوس پلار لري؟

اېمل افغان

څرګنده خبره ده چې افغانستان اوس پلار نلري اوکوم واقعي پلارونه یې چې لرل په هغه وخت کې هغوهم قوم لره او هم یې د افغانستان تذکره لرله اوهم یې نصب لرلواوهم یې په افغانستان باندې زړه خوږېده او هم یې راته افغانستان اباد کړی وو اوهم نړیوالو ته معلوم وو او هم افغانانو ته چې، هغو په هغه وخت کې وکولای شول چې ،هم یې د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړې وه او هم یې هېواد راته آباد کړی وو او هم یې د هېواد دښمنانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې وې او نه هم چا افغانستان ته پورته کتلای شول په هغه وخت کې.
درنو هېوادوالو! راځو اوس دې خبرې ته هغه په دې مانا سره چې په اوسنیو شرایطوکې د ملي جنایتکارانو په نتیجه کې مظلوم هېواد وال تل د لمبو ښکارشوي دي چې، له یوې خوانه موځونان له کاراوکسب نه بې برخې شول او له بلې خوانه د زده کړې له لوی نعمت نه محروم پاتې شول او په یوې مړې ډوډۍ پسې لالهانده اوستومانه ګرځي چې، نه ورته څوک کار ورکوي او نه یې څوک پوښتنه کوي اولا دا لړۍ روانه ده اخیر ترکومه به دا چاودنې ،غلاوې اودا ورور وژنه روانه وي؟
خوزه بیا د دغو ټولو ستونزو پړه په لوړ پوړو چارواکو باندې اچوم چې دغه ستونزې یولړعلتونه لري چې هغه هم نړیوالې ټولنې او هم افغاني ټولنې ته ښکاره دي. ځکه په موجوده اداره کې داسې کسان په لوړو چوکیو ګمارل شوي دي چې، له سره د هغې چوکې وړتیا نلري او نه یې هم په کارولو باندې پوهېږي چې له خپل ځان سره دا پرېکړه وکړي او ووایې چې زه باید څنګه مظلومو هېوادوالو ته په پوره اخلاص سره کار وکړم ترڅومو له یوې خوانه هېواد اباد او له بلې خوانه مو هېواد وال خوشحاله شي.
خونه دا فکر له افغان مشرانو سره له سره نه وو او نه شته ځکه که چېرته ورسره وایې نو نن ورځ به په هېواد کې د سلګونه وګړو وینې بې ځایه نه تویدلې او نه به دا موجوده بحران ووچې ، له یوې خوانه کارونو نتیجه ورنکړه او له بلې خوانه یې په نړیواله کچه د افغانستان نوم نور هم په شرمونو باندې وشرمولو اووخت ورنه هم لکه د باد پشان تېرشو او هېواد مو هماغسې د اور په لمبو کې سوزي او دښمنان مو ننداره کوي.
دا خو ټولې نړۍ ته څرګنده ده.په افغانستان کې چې نن کوم بحران او اداري فساد روان ده په دغه بحران کې په خپله د افغان لیډرانو لوی لاس ده چې یا به ورته په موجوده اداره کې برخه چا نه وي ورکړې او یا به له خپلې خاورې او ملت سره لوی خیانت کوي خو زه بیا وایم چې دا کومه پالیسي چې دوي له ځانه سره لري دا به کومه ښه پایله ونه لري ،ځکه ترڅوبه له خپل ولس سره دا خیانت روان وي که جګړه وه او یا د پیسو ګټل وو خو همدومره بس ده چې د ملت وینې مو خرسې کړې او ځان ته مو ورباندې هم په داخل او هم په بهرکې لوړې لوړې ماڼې جوړې کړې.
زما په لنډ فکر سره که چېرته د هېواد مشران دغه موجوده بحران ته نور زیاتې د پای ټکې کېندي او له خپلو مخالفینو سره د خبرو یو جوړ جاړي ته ورباندې ونه رسیږي ، نو فکر نه کوم چې نور به په هېواد کې د بهرنیانو او هم د داخلي مشرانو پښې په دغه پاکه خاوره کې ټېنکې شي او بس دوه یا درې طالبان به له یو تور پاج او له یوې ډاکسنې موټرسره راځي او حکومت به هم ورته له خاورو سره خاورې کړي، دوي به هم یوځل بیا د افغانستان پرېښودلو ته مجبور کړي او افغانستان به یو ځل بیا د تجزیې په لور باندې خدای مه کړه روان شي.
خدای دې نور له داسې بدو حالاتو نه نور افغانستان وساتي او خدای دې زموږ لیډرانو ته هم نور هدایت وکړي چې په سمه لاره باندې روان شي او وکولای شي چې دغې غملړلې پېښې ته نور د پای ټکی کیدي چې له یوې خوانه مظلوم هېواد وال هم ورته د خیر دعا وکړي او له بلې خوانه د هېواد د دښمنانو زړونه نور هم خفه شي او له ځانه سره دا ووایې چې یاره افغانان هم یو څوک دي چې څلویښت کلن بحران ته یې نور د پای ټکی کېښودو.