غزل

ورک ومــــه لــــه ځانــــه داشنا په تصويرونو کې
کړنګ شي شپه سبا کړم دښکلا په منظرونو کې
راشه د يار غمــــه درد مې بيا په نڅــــــا راولـــــه
څړيکې مې د درد شوې بېنوا په پرهــــرونو کې
ټوله شپه مې روح ديار تخيیق په منظرو کې وي
روح راشي کلبوت ته دمــــلا په اذانونـــــو کــــــې
ستا دزړه سلطان هغسې ناست په تخت دنازاشنا
زه دود شوم لمبـــــه شومــه جدا په هجرانونو کې
څوبه داسپڅلې ګناه جـــــرم وي په خلکــــــو کې
څو پورې به ښکيل وو ددنيا په رواجــــونو کې
زه فرهاد دې تور شمـــــه په کلــــي کې پدې ګناه
شور دې شم بنګړی دې شمه ستا په مړوندونوکې
صاحب ګل فرهاد
عربي امارات ،العين