خوشال بابا فکري بهير خپله دويمه سليزه هم په برياليتوب سره بشپړه کړه. د بهير په تېرو دوه سوه غونډو کې ډېر څه زده شول، مالومات او تجربې شريکې شوې، له ډېرو درنو شخصيتونو سره پېژندګلوې وشوه، ډېر نوي کدرونه وروزل شول او ډېرو پياوړو کدرونو له همدې ځايه تبارز وکړ.
موږ غواړو د خوشال بابا فکري بهير دويمه سليزه د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ونمانځو؛ له تاسو نه هم هيله کوو چې له موږ سره پدې نمانځغونډه کې ګډون وکړئ او د بهير د لاپرمختګ او لا زياتې بريا لپاره خپل نظريات، تجربې او وړانديزونه راسره شريک کړئ.
په ډېر درنښت
وخت: پنجشنبه، د تلې ۲۰ نېټه، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: پل باغ عمومي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د افغان پست تالار
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۲۰۰۵۰۴۰/ ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲/ ۰۷۸۹۷۱۰۷۶۶
وروستي