اسلام اودودونه

د افغانستان په تاریخ کی که چیرته هر مخالف لوري د افغانانو د عقیدې خلاف قدم پورته کړی همدې ولس یې قدمونه په وینو ورلړلي  تر کوره یې منډه ورکړی او کلک غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړی.
له تاریخه نړیوالو ته دا په ثبوت رسیدلی چی افغانان په خپله عقیده کلک ولاړ وګړي دي او د هیڅ یوې هغې خبرې د اوریدو په وړاندی په قراره نه پاتې کیږي کومه چی د دوي د دین او مذهب خلاف ووسي.
خو بد بختانه باید وویل شي چي همدغه افغانان ځینې عقدوي سرحدات کراس کوي چې د هغې له امله په خپله بیا دوي له کلونو راهیسې زوریږي چی په وړاندې بیا د ټولنی هیڅ شخص سر نه راپورته کوي او یواځی ننداره کوي او چپه خوله پاتی وي.
دوي په زیاترو ځایونو کی عقیده پرېښې او دود او کلتور ته یې ترجیع ورکړې او آن ځینې وخت خو د اسلام مبارک دین سره سم چی څوک چلند وکړي د ټولنې د خندا وړ او بې غیرته بلل کیږي چې وروسته به ورباندې مفصل معلومات وړاندې کړو.
د افغاني دودونو په لړ کې که ښه دودونه شته خو بد دودونه هم لري او په اوسنیو شریطو کی ښه دودونه مخ په ورکیدو او بد دودونه مخ په غوړیدو روان دي مثلاً مونږ پخوا د اشر (پګاړا) په نوم دود درلود چې هر چا به په هر لهاظ د یوه بل سره مرسته کوله او په همدې اساس به د ټولنې خان او غریب تر منځ زیات توپیر نه وو له مشرانو می اوریدلي چې داسي هم پیښ شوي چی که د چا به په ژمي کی لرګي اوړه او داسې نور څه نه وو مونږ به په ګډه ورته په اشر ډول لرګي پیدا کول، اوړه به مو ورته پیدا کول تر څو یې ستونزه حل شي مګر نن صبا یو کور له لوږې مري بل په دی فکر کې وي چی څه وخوري او څنګه یې هضم کړي او ورو ورو دغه دود مخ په ورکیدو دی او داسې نور ښه دودونه چې اوس له صحنې د وتلو په حال کی دی، خو دې ولس اوس هم بد دودونه ژوندي ساتلي اوس په یویشتمه پیړۍ هم خلک خپل ځان زوروي.
ددغه شان دودونو زیات قرباني ښځې دي او زیاترو ځایونو کې خو آن د انسانیت درجه هم  ترې اخستل کیږي چې یو څو مثالونه به یې وړاندې کړو
۱: ولـــــــــور
د اسلامي اصولو سره سم که چیرته یو څوک غواړي واده وکړي د ښځینه د رضایت وروسته د ښځې له لوري یو اندازه پیسې په نارینه ایښودل کیږي چې مَهر بلل کیږي.
 د مهر کمه اندازه لس درهمه ده ،10  درهمه د 29.75 ګرامو سپينو زرو سره سمون خوري چې د افغانستان په نرخ تقريباً  1785 افغانۍ کيږي همداشان حدیث شریف دی چې:
قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان ، صحيح الجامع (3300
غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .
يانې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت د خوا نه نه دی تعين شوی.
دلته ددې ثبوت باوجود هم زمونږ او ستاسې په ټولنه کې مهر هیر او ولور رایج ګرځول شوی او د مهر پیسې باید انجلۍ ته ورکړل شي خو دلته یې پلار زیات ولور اخلي او ورباندې کاروبار شروع کوي او نور دنیاوي چارې ورباندې ترسره کوي او د همدې ولور له امله په ټولنه زیات فساد رامنځته کیږي لکه د نجونو ځان وژنه ځکه په زیات ولور یې داسې چاته ورکوي چی د زیات عمر څښتن وي یا هم بدخویه وي.
د نجونو له کوره تیښته، د ځوانانو مسافري چې زیات شمیر ځوانان د همدې له امله په سیند لاهو شول او ښایسته ځوانۍ یې له منځه ولاړې.
بله دا چې که چیرته چا لور په کم ولور ورکړله همدغه خلک بیا پیغور ورکوي چې که چیرته ستا لور ارزښت درلودی تا به لوړ ولور ورباندی اخستې وو او کوم کور ته چې یې لور ودیږي هغلته یې هم د لور عمر سور اور وي او ورته وايي چې پلار دې وړیا ورکړې یې او پورتنۍ خبره ورته تکراروي کوم څه چې پلار ته یې ویل کیږي، چې بیا د انجلۍ عمر د خاورو سره خاورې شي او په زیاتو مواردو کې د ځان وژنې پېښې هم رامنځته کیږي.
۲: په کوچني والي کی کوژده
زیات شمیر نجونې ددې له امله هم په ارام ژوند نلري چې په هغه عمر کې یوه هلک ته په نامه شوي چې آن خبرې هم نشي کولای په دغسې ودونو کې کم شمیر بریالي او زیات شمیر یې بدې پایلې لري ځکه کیدای شي انجلۍ ښه او هلک بد خویه او بد هم بد اخلاقه ووسي یا هلک ښه انجلۍ نا مناسبه وي  دلته د واده هغه شرط نه ترسره کیږي کوم چې د دواړو رضایت دی ځکه یوه سالمه اړیکه هغه مهال شونې ده کوم وخت چې هلک په دې خبر وي چې د چا سره واده کوي او انجلۍ هم په دې پوه وي چې چاته ودیږي، د دیني عالمانو په وینا د جانبینو رضایت په نکاح کې اساسي شرط دی مګر که په کورنۍ کې انجلۍ دومره جرعت وکړي بد اخلاقه ګڼل کیږي آن زیاتره ځوانان هم دا جرعت نشي کولای چې ووایي چې پلانۍ انجلۍ مې نده خوښه او زه ورسره ګډ ژوند نشم تیرولی.
۳: د انجونو په بدل کې ورکول
د انجونو په بدل کې ورکول هم په اسلام کې کوم جواز نلري خوبیا هم دا ویده او بې سواده ولس دلته هم د اسلام پر ځای کلتور او دود ته ارزښت ورکوي او هره ورځ لسګونه ودونه په بدل ترسره کیږي په همدې اساس امام بخاري او امام مسلم د خپلو حدیثو په کتابونو (صحیحینو) کې د حضرت ابن عمر(رضي الله عنهما) څخه روایت کړيدي چې وايي
:{أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ( صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) نَهَى عَنْ الشِّغَارِ} .
ترجمه: په تحقیق سره نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د بدل واده منع کړی دی .
ښه چې منعه دی بیا هم دا خلک دغه ډول خپلوۍ سره ترسره کوي او هیڅ عیب یې نه ګڼي
۴: نجونې تعلیم ته نه پریښودل
 د نجونو تعلیم ته نه پریښودل بله لویه ستونزه ده چې زمونږ ټولنه ورسره مخ ده مګر د نجونو علم زده کړې ته نه پریښول هم کوم اسلامي جواز نلري او په اسلام يوه ښځینه کولای شي علم وکړي او ژوند وپیژني نو په همدې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : « طلب العلم فریضه على کلّ مسلمٍ » یعنې د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه ) فرض دی .
د پورته حدیث څخه د شریعت ضروری علم مراد دی لکه : عقائد ، د طهارت ، لمانځه ، روژې ، زکات او حج احکام ،ضروری معاملات ، آداب او د ګناهونو او حرامو پېږندل او داسې نور شامل دي، دلته هر څوک په روغتون کې ښځینه ډاکټره غواړي ځکه په دې شرمیږي چې ښځینه، نارینه ډاکټر تداوي کوي خوبیا هم خپله لور ښوونځي ته نه پریږدي حال دا چې اسلام جواز ورکړی بیا هم دې ولس تر اسلام دود او کلتور ته ځای ورکړې دی ځکه چې د لور په تعلیم هم شرمیږي
۵: نجونې په بدو کې ورکول
هر ځای چیرته چې د دوو کورنیو تر منځ لانجه رامنځته کیږي زیاتره هغه چې د یوه لوري څوک وژل شوی وي، په دې یې سره خلاصوي چې ځپل شوي لوري ته انجلۍ ورکول کیږي چې دا هم په اسلام کې جواز نلري دا چې یو دود دی نو ددې لپاره پالل کیږي
د پورتنیو ټولو مسایلو د رامنځته کیدو لوي لامل د خلکو جهل، بې سوادي ده، دوي په دې نه پوهیږي چې اسلام څه ویلي او زه باید څه وکړم، خو په زیاتو مواردو کې ددې سره سره چې پوهیږي خو ددې له امله رامنځته کیږي چې که څوک ددې رواجونه خلاف عمل وکړي د ټولنې د نورو وګړو له لوري پیغور ورکول کیږي.
همداشان دیني علما زیات رول لري تر څو په ټولنه کې دداسې بدو دودونو په مخنیوي کې کار وکړي او لمنځه یې یوسي، د ممبر له لارې په جوماتونو کې وعض او نصیحت وکړي، قومي تړونونه وکړي تر څو دا خلک په دې پوه شي چې کوم کار چې دوي کوي هیڅ جواز نه لري تر څو راتلونکی نسل ددې بدو دودونو ښکار نشي.