دښوونکي د نړيوالې  ورځې په ویاړ

دښوونکي نړیواله ورځ هرکال په  افغانستان کې د تلې دمیاشتې په ۱۳ مه نیټه دځانګړو مراسموپه ترڅ کې لمانځل کیږي او ددې ویاړلې ورځ په درناوي ټولوښوونکوته  دزړه له کومې  مبارکي وایوو.
ښوونکى هغه څوک ده، چې  په خپل زيار او زحمت زمونږ او لادونهدزړه په وينو؛روزي،  پوهه ورکوي، علم ورزده کوي ښې لارې او چارې  ورته ښايې . ښوونکى دانسانيت دجوړښت او تمدن ځلانده ډيوه ده.  نن داهر څه چې مونږ په نړۍ کې وينو دښوونکي دزيار او زحمت  پایله ده، چې دښوونکی له برکته څرګندیږي. دمور او پلار څخه وروسته؛ ښوونکی په ټولنه کې د درناوی په دويم مقام کې ځای لري.
ښوونکی ددې ترڅنګ چې دومره لوړمقام او منزلت لري، نوحضرت محمد(ص) هم په خپل مبارکه خوله وویلي دي، چې زه  لوی خدای (ج) دبشریت لپاره  ښوونکی  استولی یم.  له دې څخه څرګنده شوه، چې  زده کوونکي، ټولنه او  ولس  باید دښوونکی درناوی او احترام ولري.
په افغانستان کې چې داڅولسیزې جنګونه ؤ، ښوونکوهم زیاتې سرښندنې او قرباني له ځانه پریښي دي. ددې سرښندنو اوقربانیو په ویاړدولت بایدکومې ژمنې او وعدې چې دښوونکوسره کړي  دي، هغه بابد پوره کړي.  دافغانستان ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني، کله چې تیرکال واک ته ورسید، هیوادوالوسره دژمنودترسره کولولومړنۍ ژمنه په شپږومیاشتوکې دهیوادټولوښوونکوته دسرپناه اوسیدو یوه نمره ځمکه دورکولو وعده وشوه، خومتاسفانه  باید وویل شي، چې دلوګرښوونکو لپاره  داوسیدو نومرې  نه دی ویشل شوي اوخبره زړه په زړه ده.  نه دښوونکو معاشونه لوړشوي اونه هم د دوی لپاره دهستوګنې ځای برابر شوي.
دولت اودپوهنې چارو مسؤلین؛ دښوونکو ورځ هرکال په شاندارواوپرتمینوغونډو لمانځي اودښوونکو په مقام اومنزلت څوټکې خبرې کوي. زده کوونکي  دښوونکوپرغاړه څوګردي ګلان اچوي اویا دزده کوونکوله لورې په تحفو نازول کیږي، خو باید وویل شي، چې داپه څوټکوویناوو اودښوونکوپرغاړه ګلان اچول د دوی پر منزلت بسنه نه کوي، په ډیرکم باید دوی هرکال  وهڅول شي، په ورځني معاش کې يې زیاتوالې راشي، داوسیدو کورونه  ورته برابرشي اوهمدارنګه دوی لپاره دتګ اوراتګ وسیله دولت  ورته برابر کړي. ځکه  له یوې خوا به  د ښوونې اوروزنې دپیاوړتیا اساسي سیسټم کې بدلون راشي اوله بل پلوه  ټولنه به هم دوی  ته په درنه سترګه وګوري. راځي، چې دښوونکو نړیوالې ورځې سره سم دسولې راوستوغږ اوچت کړو، سوله  دهیوادلپاره اساسي رکن وشمیرو، که چیرته سوله نه وي، نو دښوونکو په درسي چاروکې هم  خنډونه رامنځته کیږي. نو ښوونکوته هم لازم ګڼو، ترڅو په خپلو ټولګیوکې زده کوونکو  ته دسولې په اړه معلومات ورکړي او زده کوونکي؛ دسولې پیغام په خپلوټولنوکې هغه چاته ورسوي، چې نن يې دسولې پروړاندې ستونزې  پیدا کړي او هم دوی له دې سپیڅلې کلمې سره آشنا کړي. 
 په پای کې دهیواد درنواو قدرمنو ښوونکوته ددې پرتمینې ورځې مبارکي وایوو. د پتمنواوقدرمنوښوونکوڅخه  هیله کوو، چې  دهیوادبچیانوته دسالمې  ښوونې اورزونې په ورکولوکې خپل هڅې لاپسې ګړندي  کړي او دهیوادبچیانو راتلونکي دافغانستان دآبادولواوسمسورولوجوګه وګرزوي.