افغانستان دنګ دنګ غرونه، شینې او زرغونې سیمې، ښکلې منظرې، تاریخي او لرغوني ځایونه لري، دا پیرزوینه دلوی خدای (ج) ده، چې پرافغان ولس يې کړې ده، ولې افغانان دپورتنیو نعمتونو څخه خوند نشي اخیستی او په دې اړه بې پروايي ښکاره کوي؟ ځکه په هیواد کې د ډاډمنې سولې او امنیت دنشتون له امله په ښه زړه او پوره مینې سره دیادو سیمو لیدنه نشي ترسره کولی او که چیرته په هیواد کې امنیت ښه واي. نو بهرني سیلانیان به هم دې هیواد ته په ډیرشوق سره یون (سفر) ترسره کا ؤ، چې په دې سره ټولو هیوادوالو ته جوتېدل، چې د بهرنيو هیوادونو وګړي دطبیعي، لرغونو او تاریخي سیمو څومره زیات مینوال دي.
په دې سره به دهیواد اکثره خلکو هم دخپل ملي هویت ته پوره درناوی او ملي ګټو ته ژمن اوسیدل او هم به دافغانستان لرغوني او تاریخي سیمو په خوندیتوب او ژغورنه کې لاس په کار کیدل.
لرغوني او تاریخي سیمې دفرهنګي میراثونوڅخه شمیرل کیږي، چې دمعنوي او هنري ارزښتونو څخه برخمنې دي.
لرغوني او تاریخي سیمې د یو هیواد دملي هویت څرګندويي کوي، داچې افغانستان په نړۍ کې بې سارې تاریخي او لرغوني سیمې لري، چې لرغوني سیمې دهیواد دکلتور اوفرهنګ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي او دا موږ ته جوته وي، چې څنګه زموږ نیکونو د ژوندانه چارې سمبالولې او په کوم ډول فلکلوریک ژوند يې پر مخ وړل.
نو ویلی شو، چې یاد ځایونه زموږ دتاریخ پاڼو ته رنګینې او زرینې ښکلاوې ورپه برخه کړي دي او راتلونکي نسلونو ته هغه څه ورپه ډاګه کوي، چې دوی خامخا به دپرمختګ په لوري ځانونه باسي.
ځکه پخوانیو خلکو د ژوند کړاونه او ستونزې چې ګاللي هغه ورپه یادیږي او د اوسني ځوانانو په ذهنونو کې د نن عصرآسانتیاوې او سهولتونه راګرزي او فکر کوي، چې اوسنی ژوند دپادشاهي ژوند دی.
خو په دې چې ورڅخه ګټه نشي ترلاسه کولی، دا د تنبلۍ په لومه کې راګیر ولسونه دي، ولې بیاهم دتیرو ولسونو په ژوند چې فکر وکړي، نو بیا یو څه دځان د شرم لپاره پرمختللي نړۍ ته سر وهي او څه کارونه به ترسره کړي .
تاریخي سیمې دهیواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې شته، خو ځینې تاریخي او لرغوني سیمې دتاریخ له کرښو پاتې شوي، ولې داچې ځايي ولسونو دهغوی په اړه څیړنې ندي کړي او په اړه يې بشپړ معلومات ندي وړاندي کړي، نو ښکاره خبره ده، چې ددې سیمې ولسونو خپل ملي هویت ته ځانګرې پاملرنه نده کړې.
نو راځئ، چې دخپل ملي هویت په ساتنه او خوندیتوب کې ټول ځانونه مسؤل وګڼو ترڅو زموږ ملي شتمني ترډیره بریده پاتې وي او ولس ته اړین ګڼو، چې په ځینو سیمو کې لرغوني او تاریخي نښې اونښانې موجودې وي او تردې مهاله په اړه يې څیړنې ندي شوي، باید دغه کار ترسره شي او ملي هویت راتلونکي نوي نسلونو ته ثابت پاتې وي.
وروستي