سبا ته په کابل کې عمومي رخصتي ده

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزرات څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې سبا (پنځم ورځ / ۱۲ د تلې) به په کابل کې د OMS لوړپوړي هئيت درېيمه ناسته ترسره شي.
خبر پاڼه کې راغلي چې په ياده ناسته کې به په ملي مسايلو سربېره، په بنسټيزو پالېسيو، د مالي ثبات په ټېنګښت او د خصوصي سکتور په پرمختګ به خبرې وشي.
ياده ناسته به د نړيوالو برخه لروونکو، سميزو همکارانو، د نړيوالوالو مهمو سازمانو او مدني ټولنې د غړو په ګډون ترسره شي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د ترافيکو د ګڼې ګوڼې له امله سبا يواځې په کابل کې عمومي رخصتي ده. تر څو ياده ناسته په ښه امنيتي ډول ترسره شي.