
د هندي سينما (بالېوډ) مشهور لوبغاړی، سلمان خان وايي د خلکو په نيوکو ډېرفکر نه کوم. نوموړي به، په نېږدې وخت په (بېګ بوس ۱۱) خپرونه کې راڅرکند شي. سلمان خان هغه پوښتنې ځواب کړې چې څنګه ژوند کوي او څنګه د عامو خلکو د نيوکو پر وړاندې غبرګون ښايي. نوموړي وايي چې زه د خلکو نيوکې نه تعقيب کوم او نه هم زما په اړه د خلکو منفي خبرې پر ما کوم بد اغيز کوي. د خلکو نيوکې ما نه زوروي ځکه زه يې نه لولم.
سلمان خان وايي چې که د عامو خلکو نيوکو ته د هغوي په ژبه ځواب ورکړم په داسې او دا زما لپاره ښه کار نه ښکاري.حال کې چې زه يو مشهور کس یم نو دا به غوره نه وي. د عوامو نيوکو ته په ځواب سره به بيا هم خلک وايي، چې دې ته وګوره.........!!!
سلمان خان کابو دوه پنځوس کلن دی او تر اوسه يې واده نه دی کړی. نوموړی د خپلو ماشومانو لېواله او ارماني دی.