اوباما يوځل بيادكرزي سترګوته خاورې وشيندلې

رفيع الله روشن
Rroshan000@gmail.com
موږ اوتاسې په پښتوكې يو متل لروكله چې له خپل هم مثل ،هم شكل اواياهم هم ساري سره دوكه ياچل كوي نو بيا ورته خلك وايي چې داخوداسې شوه لكه يو باغوان چې په بل باغوان باندې مڼې پلوري .
راځوخپلې موضوع ته دروان ۲۰۱۰ميلادي كال دمارچ په ۲۸مه نېټه دامريكا ولسمشر بارك اوباما په يوه غلچكي اوناڅاپي سفرديكشنبې په شپه په تياره كې پلازمېينې كابل ته دامريكادهوايي ځواكونو په طياره كې راورسېد اوله هغه ځايه ديوې هلي كوپتركې دارګ ماڼۍ ته دښاغلي كرزي ليدوته ورغى ، له ولسمشركرزي سره يې په خپلوخبروكې دافغانستان په امنيت ډاډ ښكاره كړه او و يې ويل چې اوس په افغانستان كې يوڅه سمسمكى رامنځته شوى دى اوتريوه حده كارشوى دى خو كرزى بايددفسادپه مخنيوي كي خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ كړي، ده پخپلوخبروكې كرزى په غوږ وواه او ورته يې وويل غواړم چې يوقوي پيغام وړاندې كړم چې دافغانستان اوامريكا ګډاومشترګ مشاركت لاهم دوام وكړي ،موږاوس په نړۍ اوسيمه كې دترهګرۍ پرضد پرمختګ ليدلى دى . دايې هم زياته كړه چې ترڅوپه افغانستان كې پوره امنيت نوي رامنځته شوى هېڅ امريكايي عسكرله افغانستان څخه نه وځي ،اودافغان دولت له اردواوپوليسوسره به يوځاى د مخالفينوپروړاندې جنګېږي .
خو فكركوم چې له ده څخه دافغانستان په اړه خپله ستراتېژي چې تيركال يې وړاندې كړه ټوله هېره شوي اوياخوپرې سترګې پټوي او وايي چې راځه خواوبه خړې كړه اوخپل كبان دي ونيسه، ده پخپله استراتېژۍ كې په ډاګه كړي وو چې دروان ۲۰۰۹كال تراخره به افغانستان ته ۳۰۰۰۰دېرش زره نوي اوپه عصري اومجهزو وسلوسمبال فوځونه راوسېږي، اوپه افغانستان كې به ددوى په وينا القاعده اومخالفين وځپي ،خولدې سره يې داهم ويلي وو چې په ۲۰۱۱ميلادي كې به له افغانستان څخه دامريكايي عسكر وتل پيل او افغانستان به دتل لپاره پرېږدي،خوداچې اوباما ولې له خپلې ژمنې پرشاه شوه ددې پوښتنې ځواب بايد ولسمشركرزي ترې غوښتى واى خو برعكس چې ښاغلي كرزي هم د اوبآما خبره تائيداوهيله يې څرګنده كړه چې يوباثباته اوپرخپلوپښوولاړافغانستان رامنځته شي اودامريكااوافغانستان مشاركت دوام وكړي .
اوس سوال دلته پيداكېږي چې اياكله چې امريكاپه افغانستان وجودونه لري نو افغانستان به جوړنشي؟
هغه وخت چې افغانستان كې امريكا بوى هم نه وه هلته افغانستان كې زيات امنيت ،ارامي ،خوشحالي وه اوكه اوس هغوى پرموږدومره باورهم نلري چې خپل له راتګ څخه مواګاه كړي نو موږولي دهغوى وجود ته په خپل كوركې خوشحالي كوو، ده په خپلوخبروكې څووځله طالبآن يادكړل چې كه يوځل بياپه افغانستان كې واك ته ورسېږي نو ټول جهان بۀ ورڅخه په تنګ شي خو خپل ځان ته يې فكرندى چې همدااوس يې ټولې نړۍ ته اور ايښى دى.