په فرانسه کې دوه ښځې د چاقو په وسيله ووژل شوې

نن غرمه (د فرانسې په وخت) د فرانسې په مارسيلي ښار، د سېنټ چارلېس د اورګاډي په تم ځای کې يو نه پېژند کس دوه ښځې په چاقو ووهلې چې ورسته له سختو ټپونو يې ژوند له لاس ورکړ.
سيميزو پولېسو د اورګاډي دغه مرکزي تم ځای ته خلک له تګ راتګ منه کړي دي.
په خبر کې راغلي چې حمله کوونکي کس لومړی د (الله اکبر) چيغه وکړه او ورسته يې د اورګاډي په تم ځای کې په ناستو تلوونکو کسانو ورمنډه کړه او دوه ښځې يې د چاقو په وسيله ووژلې. د فرانسې د ترورېزم پرضد پولیسو حمله کوونکی کس هم په ډزو وژلی دی.
تر اوسه د پېښې مسوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.