پاکستان کرکټ بورډ ویلي؛ راشدخان په پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې ګډون کوي

پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د اسټرالیايي چټک بالر مایکل جانسن او کریس لین تر څنګ افغان کرکټ لوبغاړی راشدخان هم د ۲۰۱۸م کال د پاکستان په سوپرلیګ کرکټ سیالیو کې برخه واخلي.
د یادې مشر نجم سیټهي په ټویټر پیغام کې ويلي، چې د وتلیو نړیوالو لوبغاړو جي پي ډومیني، کریس لین، مایکل جانسن، اینجیلو ماتهیوز او ایوین لېویس تر څنګ به راشدخان هم د دغو سیالیو برخه شي.
ویل شوي، چې ښايي پېښور زلمي راشد خان واخلي.
 په پاکستان سوپر ليګ کې د اسلام اباد ډين جانز چې د افغانستان په شپږيزه ليګ کې مبصر و، هغه ويلي و چې د خپلۍ لوبډلې لپاره به له شپږېزې ځينې افغان لوبغاړي غوره کوي.
پاکستان سوپر لیګ  ۲۰ اوریزې سیالۍ په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې دي. د ۲۰۱۸ کال سیالۍ به یې درېیم پړاو وي.
دا په داسې حال کې دی چې دغو سیالیو کې شپږ سیمه ییزې لوبډلې برخه لري، چې اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پېښور زلمي او کوټه ګلډیټرز لوبډلې په کې شاملې دي.