سېګرټ څنګه پرېږدو؟

که چېرې مو جدي پرېکړه کړي وي چې، سېګرټ پرېږدی نو مو مبارک مو شه!
د لاندې لېکنې په لوستلو سره به سېګرټ خوشي کړی.
د يو معتاد په ډول به درته سخته وي چې سېګرټ په آسانۍ سره پرېږدی، تر دې چې لومړۍ ورځ حتی تر لومړۍ اونۍ پوري به سرګردانه، عصبني او ګنس اوسی. خو لاندې آسانه لارې چارې عملي کړئ، نو نه به درته سخته وي او نه هم ناممکن.
۱- د پرېښږدلو لپاره درته پلان جوړ کړئ.
دغه پلان به درسره مرسته وکړي ترڅو پر ځان وېسا اوسئ، پلان به مو د سېګرټو ترک ته وهڅوئ او مصروف به مو وساتي. ريښتنی اووسئ، ځان ته دوکه مه ورکوئ چې نن يا ډېر خوښ يم او يا ډېر خپه او له دې ورسته به يې خوشي کړم. د سېګرټو د پرېښودلو پلان مو د ورځې له پيل يانې له سهار څخه شروع کړئ.
۲- ځان مو بوخت وساتئ:
بوختيا درسره مرسته کوي ترڅو ستاسو پام له سېګرټو منحرف او بدل کړي. ستاسو فکر به بل ځای مصروف شي.
تمرين وکړئ
ژاولې ژويئ
بهر قدم وهلو لپاره لاړ شئ
مطالعه او يا ګېم وکړئ
ژوره ساه واخلئ
د فلم کتلو لپاره لاړشئ
ډېرې اوبه وڅښئ
ډېر وخت مو له هغه ملګرو او کورنۍ غړو سره تېر کړئ چې، سېګرټ نه څکوي.
۳- د Smoking Triggers څخه ځان لرې وساتئ:
Smoking Triggers هغه خلکو، ځای، حالتو او شيانو ته ويل کيږي چې، تاسې سېګرټ څګول ته لمسوي.
څنګه له Smoking Triggers څخه ځان ساتلی شئ؟
سېګرټ لايټر او سېګرټ داني مو له ځان لرې او ورک کړئ.
له سېګرټ څکوونکو مو ځان لرې وساتئ.
هغه ځای ته لاړ شئ چېرته چې، د سېګرټ څکولو اجاره نه وي.
ډېر استراحت وکړئ او ښه خواړه خورئ. ستړيا مو سېګرټ څکولو ته هڅوي.
۴- هر وخت مثبت اوسئ:
په ځان مو وياړ وکړئ چې په خپله پرېکړه کې بريالي ياست. ځان مو د ژوند په يوه نوي برخه کې وګورئ. مثبت فکر وکړئ، د سېګرټو مالي اوځاني توانونه ولولئ او خوښ اوسئ چې تاسو به په کم مقاومت سره ترې خلاص شی.
۵- د مرستې غوښتنه وکړئ:
د سېګرټو د پرېښودلو لپاره يواځې ستاسو اراده او پلان بسنه نه کوي بلکې ترڅنګ يې مرستې ته اړ ياستی. د کورنئ له غړو او ملګرو سره مو خپل دا پلان او اراده شريکه کړئ. د هغوی هڅونې ته اړتيا لری. که ملګرو او کورنۍ له غړو د سېګرټو پرېښودلو پلان مو شريک کړی، نو ممکنه ده جې د هغوی له شرم څخه هم مقاومت وکړی او سېګرټ ونه څکوی. دا ځکه چې د هغوی پر وړاندې به دروغجن او بې تصميمه ثابت شی. د کورنۍ غوړ او ملګرو ته مو اجازه ورکړئ، ترڅو د هڅه وکړي چې پدې برخه څومره همکاري کولای ښي او څومره رول لوبولی شي.