په تېر کې انسانانو په داسې ټولنو کې ژوند کولو چې د ادارې او مديريت ډول يې کمزروی وو. په دې ډول ټولنو کې د ازادۍ او برابرۍ مسايل کم مطرح وو. ډېرۍ پرېکړې د زور او يا هم د فکر د يووالي وروسته تر سره کېدلې. د وخت په تېرېدو سره د انسانانو ترمنځ يو ځای اوسېدنې وده وکړه. د ژوند د هوسا کېدو لپاره پيچلي وسايل منځ ته راغلل او د انسانانو ترمنځ اړيکې هم ور سره پيچلې او پراخه شوې. دغه وضعيت ته په رسېدو سره د ازادۍ او برارۍ مساله، د سياسي سازمان شتون او د متمرکز قدرت مسايل راپورته شول. پخوانيو ټولنو کې وضعيت داسې وو چې د ټولنې له پورته څخه به نظام جوړ شو او بيا به په اجباري ډول د ټولنې په ټيټو پوړيو پلی کېدو؛ دا ډول نظام د اقتداري نظام پيل او لومړنۍ نمونې وې. د ټولنې د لوړ پوړ له خوا د نظام جوړېدل او پر نورو په اجبار سره منل يو څه وضعيت تغير کړ. خلک د دغه ډول ټولنو مهمه برخه وه او اړتيا دا احساس شوه چې خلک هم بايد د نظام او مديريت په چارو کې دننه شي؛ په دې ډول سره ديموکراسۍ پيل وشو.
د د يموکراسۍ پيل د يونان له آتن ښار شوی دی. پېړۍ وړاندې آتن کې ښاري دولت وو. هلته خلکو د دولت په چارو کې لېواليتا درلوده، خو حکومت او سياسي چارې د آتن ښار د څو شتمنو کسانو په لاس کې وې. دغه شمتن کسان پر نورو واکمن وو او دوی به د آتن ښار او خلکو په اړه پرېکړې کولې. کله چې واک د يو څو شمتنو په لاس کې وي او دوی د نورو په اړه پرېکړې کوي، آريستوکراسي ورته وايي. له ميلاد پنځه پېړۍ وړاندې په آتن کې د سولون په نوم يو کس په آريستوکراسي نظام کې د سمون هڅه وکړه. دا سمون يا اصلاحات په دې ډول وو چې د ټولنې يا آتن ښار ټيټ پوړ خلک ډېر ور څخه برخمن کېدل. سولون سيکه جوړه کړه، خلک يې د زيتون غواړيو سوداګرۍ ته وهڅول، نوې دندې يې رامنځ ته کړې. له سولون وروسته، د پيسيس تراتوس په نوم يو بل آتني حاکم د آريستوکراسۍ پر وړاندې د خپل حاکميت د ساتنې په پار داسې چارې پيل کړې چې د ټولنې ټيټ پوړ ته يې ګټې ډېرې وې. ده خلکو ته پورونه ورکړل ترڅو د کرنې برخه کې ښه کار وکړي او سوداګرۍ ته يې وهڅول. د پيسيس تراتوس له مړينې وروسته بيا آتن کې ديکتاتورانه حکومت جوړ شو. شل کاله دغه حکومت دوام وکړ خو وروسته د آتن خلک د ياد حکومت پر وړاندې راپورته او حکومت يې نسکور کړ. د خلکو ياد پاڅون د ديموکراتيا پاڅون يا انقلاب په نوم وو او په پايله کې يې د ديموکراتيا په نوم حکومت جوړ شو، چې په يوناني ژبه کې يې مانا د خلکو په وسيله حکومت وو.
کله چې آتن کې ديموکراتيا حکومت جوړ شو، نو خلکو ته په کې اجازه ورکړل شوه چې په سياسي چارو کې برخه واخلي او په سترو مسايلو کې به خلکو رايې ورکولې. يونان کې د ديموکراتيا حکومت له جوړېدو نېږې زر کاله وروسته په انګلستان کې دا ډول حکومت جوړ او په دې سره نړۍ کې د ديموکراسۍ پيل وشو. يونان کې پيل شوې ديموکراسي د آتني ديموکراسۍ په نوم ياديږي. دا ديموکراسۍ نوې او لومړنۍ بڼه وه. هغه وخت ښځو، ماشومانو او غلامانو ته اجازه نه وه چې رايه ورکړي او په سياسي چارو کې دننه شي. آتني ديموکراسي د انګلستان له ليبرال ديموکراسۍ او په اوسنۍ نړۍ کې د شته ديموکراسۍ؛ چې د جمهوريت په چوګاټ کې تمثيليږي ژور توپير لري.
وروستي