ډېپلماټيک حقوق: د سياسي نمايندګۍ (سفارت) غړي؛ لومړۍ برخه- سفيران 

د يوې ډېپلماټيکې نمايندګۍ يا سفارت غړي عبارت دي له د نمايندګۍ رئيس (سفير)، ډېپلماټيک کارمندان، اداري او مسلکي کارمندان؛ په لويه کې د يوې ډېپلماټيکې نمايندګۍ غړي ټولو هغه کسانو ته ويل کيږي، چې د يو سفارت دننه کار کوي او خپل امتياز له لېږونکي دولت څخه اخلي. 

د وين کنوانسيون  د ۱۴مې مادې اړوند، د ډېپلماټيکې نمايندګي غړي په درېيو برخو وېشل شوې دي: 
۱- لومړۍ طبقه:
د سياسي نمايندګۍ لوړپوړي کسان؛ سفير، نونسان او نور هغه چې په مسووليت او صلاحيت کې له سفير سره مساوي. 
۲- دويمه طبقه: د هېوادونو استازي، مختار وزيران او انترنونسان په کې شامېليږي. 
۳- درېيمه طبقه: دا درېيمه درجه سياسي او ډېپلماټيک کسان دي، چې دايمي کارداران چې شارژدافير هم ورته وايي په کې شامېلږي.

سفيران: سفيران چې په انګلېسي (Ambassadors) او په فرانسوي کې ورته (Ambassadeurs) وايي؛ د ډېپلماټيکې نمايندګۍ په تر ټولو لوړ مقام کې دي. د دويمې نړيوالې جګړې تر پای پوري د سفيرانو لېږل يوازې د سترو هېوادونو ترمنځ وو او يا هم د هغه ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سره سفيران ټاکل کېدل چې اړيکې به يې سره پراخه وې. 

په تېر کې د سترو هېوادونو ترمنځ سفيرانو ته به يې د (لوی سفير) څخه ويل؛ لوی سفيران په سترو هېوادونو، اروپايي هېوادونو، امپراتوريو او په خاص ډول ميسحي هېوادونو کې ډېر رواج درلود. په ۱۸۱۵ز کال کې چې د وېن کنوانسيون تصويب شو نو د لومړي ځل لپاره د فرانسې هېواد بلژيک ته چې يو کوچنی هېواد دی لوی سفير (سفير کبير) ولېږلو او هغه هم پر دې بنسټ چې که څه هم بلژيک يو وړوکی هېواد وو خو د فرانسې ګاونډ او ښې اړيکې يې سره درلودې. 

تر ۱۸۹۳ز کال پوري د امريکا متحدو ايالتو نړۍ کې  د ستر سفير (سفير کبير) په صلاحيت کې څوګ نه درلودل او نه هم د نړۍ کوم بل هېواد په واشنګټن کې ستر سفير درلود. تر يادې نېټې پوري امريکا د نړۍ هېوادونو سره يوازې د سفير په صلاحيت کې ډېپلماټيک هئيت مشران ټاکل. لوی سفارت او د لوی سفير ټاکنه که په تېر کې او هم اوس مهال تر ډېره تشريفاتي بڼه لري.  

د وين کنوانسيون ۱۴مې مادې دويمه فقره د لوی سفيرانو په اړه داسې وايي، "له تشريفاتو پرته د ډېپلماټيکو نمايندګيو د رئيسانو ترمنځ هېڅ توپير شتون نه لري."

په تېر کې ځينو سفيرانو ته د ځانګړي (فوق العاده) سفير يا تام الاختيار (په فرانسوي: Abassadeur extraordinaire et plenipotentiaire)  ويل کېدل؛ اوس وخت کې ځانګړی سفير هغه استازي ته ويل کيږي، چې د مختار وزیر په درجه کې د يو ځانګړي او لنډمهاله ماموريټ لپاره ټاکل کيږي. 

د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان په جوړېدو او د ډېپلماټيکو اړيکو په اړه د وين کنوانسيون په تړونونو سره، په ډېپلماټيکو مسايلو کې په نړيواله کچه بدلون رامنځ ته شو. اوس وخت کې د وين کنوانسيون ۱۴مه ماده په وخت تېر بلل کيږي، ځکه چې د تېورۍ او حقوقو له پلوه ټول هېوادونه څه ستر دي او څه  کوچني يو شان بلل کيږي. اوس وخت کې ټول هېوادونه د ډېپلماټيکو نمايندګيو مشران د سفيرانو په درجه کې ټاکي؛ دويمه طبقه (مختار وزيران) او درېيمه طبقه (دايمي کاردار) عملاً منسوخ شوي دي.