چاته څـــــه اوچاته څــــه بهانه کړم
دا ستا ليدو ته مدام زه بهانه کړم
مبارکــــي اويا ددعـــا په بهانــــــه
چاته ژوندي او چاته مړه بهانه کړم
کله دروغ کلــــــه رنځـــــور په بهانه
کلـــــه لويان کله واړه بهانــــــه کړم
زړه مې بياکلـــــه دراتلوشي اشنا
کله ګــــــرمي کله ساړه بهانـــه کړم
ټولې بهانې مـــــې اخــــر ختمـــــــــې شولې
(هاشمي) اوس وايه چې اوس څه بهانه کړم
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
مبايل: ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦
وروستي