که په ګرده نړۍ کې هر څومره مثبت تغییرات راغلي هغه که سیاسي، ټولنیز
وټه ييز، علمي او داسې نورو برخو کې وي، یواځینی لوي لامل یې د انسانانو نه ستړي کیدونکي کوښښونه دي، چې ولس یې بیا نسبت تر نورو غیر فعال ملتونو، ارام ژوند لري.
که په نړۍ کې یو چا سترې امپراتورۍ درلودې نو هغه دده د زیارسربیره د قوي سیاسي فکر ښکارندوي کوله، او دا ددوي د نه ستړي کیدونکي فعالیت پایلې وې چې تر اوسه د ډیرو نومونه ژوندي دي، او لا به هم ژوندي ووسي.
همدا شان که یوه شخص علمي څیړنې کړې وي، دا ښکاره ده چې په ځان به یې تکلیف تېر وي، زیار به یې ګاللی وي، له ستونزو سره به مخ وي خو بیا هم دده نوم به د ډیرو په خوله وي او تر پیړیو به یې یادونه کیږي.
د پرمختللو هیوادونو له ډلې د جاپان یادونه کول تر نوره ښه مثال دی
د دوهمې نړیوالې جګړي په پای کې د جاپان هیواد د هیروشیما په سیمې کې اتم بم استعمال شو.
پایله کې یو سلو څلویښت زره تنو او د هغه نه پوره درې ورځې وروسته د همدي هیواد د ناګازاکې په سیمه کې بل د اتم بم له کبله اتیا زره تنو خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ.
چې ټولټال شاوخوا دوه سوه شل زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ خو پوهیږئ ولی نن تر ټولو پرمختللی هیواد بلل کیږي او اقتصاد یې په نړی کې تر ډیرو هیوادونه پورته دی؟
او د لوړ کیفیت توکي چې په ورځني ژوند کې تری ګټه پورته کیږي دوي یې جوړوي او نړې ورته محتاج ده ؟
د جاپان ولس تر هر څه ژر د خپلې سیمې د بیا پرمختګ لپاره مټې را بډ وهلې، تر هر څه زیاته توجو یې علم ته وکړه، نوي ځوانان یې د علم په ګاڼه سمبال کړل.
د هیواد د ابادۍ په خاطر یې صندوقونه کیښودل هر چا به د خپل وس او توان مطابق پیسې د هیواد د جوړونې لپاره ورکولی.
د مالي امکاناتو سره سره یې د هیواد د ابادي لپاره له ځانه هم تېر وو، شپه ورځ ددې په لټه کې وو چې څنګه هیواد د نورو هیوادونو سره سیال کړي.
همدا خپل هیواد لپاره یې سخت کار او زیار وو چې نن جاپان د نړۍ دریم ستر اقتصادي هیواد بلل کیږي.
او په تیر کال کې یې (۲۰۱۶) د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ۱.۷ په سلو کې لا پرمختګ کړې وو، او لا هم پر مخ روان دی.
څه فکر کوئ که چیرته د جاپان ولس شپه ورځ د هیواد ابادي لپاره کار نه وی کړی دوي به نن دومره پرمختګ کړی وو؟
ښکاره ده چې نه!
زمونږ او ستاسې هیواد چې د ابادي چارې له تیرو شپاړسو کلونو راپدیخوا له صفره شروع دي کوم وکړي د هیواد د ابادي لپاره فعاله ونډه اخستې؟
چا ویلي چی دا هیواد په ما حق لري او زه باید ورته کار وکړم ؟
څوک ملي احساس پیژني ؟
هر څوک چې واک ته ورسیږي هم اسلامیت ورڅخه هیر وي هم افغانیت له یاده وباسي.
د زوریدلی ولس، کونډې، یتیمان، د هیواد لپاره کار کول خو یې چیرته یاد ته هم نه ورځي. او که بعضی څوک د کار کولو وړتیا لري همدا بد بخته اشخاص یې پښې وهي چې وغورځي او دده نامشروع ګټې لا هم دوام پیدا کړي.
دا خو لا پریږده یو ښه بااستعداده، لوستی ځوان به وي او وايي به چی که دا هیواد جوړ شو، زه به داسې کارونه کوم، پلانی کار به پر مخ وړم، او هیله مې ده چې په هیواد کې ثبات تامین شي.
سخت د شرم ځای دی، زه باور وکړه ددې کلماتو په لیکلو شرمیږم او هغه ځوان چې دا خبرې کوي، دی یې په ویلو نه شرمیږي او بار بار یې تکراروي.
زه دې ته حیران یم چې دا خلک اصلاً کوم څه ته په تمه دي.
ایا په خپله په یوه هیواد کی علمیت، اقتصاد، امن، پرمختګ، ابادي، ذراعت، ټولنیز عدالت، ښیرازي او یوالی رامنځته کیدای شي؟
ښکاره ده چی نه، دا چی ناشونی ده ولی لاس په کار کیږو نه؟
ولی د علم پراختیا، بنیادي اقتصاد، امن، پرمختګ، ابادي، سوکالي، ذراعت، د ټولنیز عدالت تامین، ښیرازي او یوالی لپاره کار نه کوو؟
او ولی د خاین، رشوت خور، ظالم، ټولنه بد اخلاقي ته تمایل کونکي شخص په وړاندی مبارزه نه کوو؟
تر څو به نا معلوم برخلیک ته په تمه یو؟
راځئ نور نا معلوم برخلیک پریږدو، لاس په کار شو علم حاصل کړو دهیواد مینه وپیژنو، سره یو شو، دا هیواد د سیالانو سره سیال کړو
نوره دا خبره پریږدو چې سوله دې راشي، هیواد دی جوړ شي
بلکه دا ووایو چې په دی هیواد کې چی ژوندی یم، د هرې ناخوالې د لمنځه وړلو لپاره یې مسول یم او باید کار وکړم، سوله راوستل او هیواد جوړول مې ستر مسولیت دی.
هلته به مونږ د سیالانو سیال شو
زمونږ خاوره هم کښت کولای شي خو که مونږ پرې مشروع کښت وکړو هیڅ چاته به اړ نه وو، ولی ورباندی کوکنار کرو ولی خپل نسل ورباندی وژنو
مونږ هم په تکنالوژي سمبال کیدای شو، خو که ځوانان مو علم وکړي سبق ووایي.
مونږ هم ابادي ته تللی شو خو که یو سره ووسو، او تل د یوه افغان تر نوم لاندی ژوند وکړو او بیا د ټولنی ټولی ناخوالی درک او لمنځه یې یوسو
هغه هیوادونه چې پرمختګ یې کړی په هغوي کې هم زمونږ او ستاسې په څیر انسانان اوسي
هغوي ته هر څه پخپله ندي جوړ شوي
نو که غواړو پرمختګ وکړو، سوکاله ژوند ولرو اړتیا ده چې ددې هیواد د ابادي په خاطر شپه ورځ کار وکړو، په ځان کی ملي احساس راپیدا کړو، دا هیواد خپل کور وګڼو هلته به د سیالانو سیال او اباد افغانستان ولرو.
واحد ګل هاشمي
وروستي