په وکالت کې د محرمیت اصل څرنګوالي:

د اخلاقو له حیثه  د رازونواو  اسرارو راسپړل او برسیره کول یو نا سم کار دی او ځانګړی ډول د هغه اشخاصو له خوا چی ټولنه د هغوی دندواو ټولنیز موقف ته په خاص ارزښت قایل دي لکه وکیلان، د بلیګې په توګه یو څوک وکیل ته رازي اود خپلې بیمارۍ یا د کورنۍ ټولی ستونزې ورته بیانوي؛ نو دلته وکیل اخلاقاّ د هغه د خبرو او اسرارو په حفظ کولو مکلف دی؛ ځکه چې زموږ په هیواد کې د دندې او شغل په اساس چې د نورو رازونه او اسرار رابرسیره کوي دا یو جرم او مرتکب د مجازاتو وړ دی؛ ځکه چې دغه اشخاص د ضرورت او اړتیا په اساس وکیل صاحبانو ته مراجعه کوي، د اعتماد او باور له مخې خپل اسرار هغوی ته بیانوي؛ که چېري وکیل صحبان نوموړي اسرار خوندي ونه ساتي نو په دې صورت کې د خلکو تر منځ په وکیل صاحبانو باندې بې باورې زیاتیږي او خلک د قضیاوو د حل او فصل کولو لپاره وکیلانو ته مراجعه ونه کړي او خلک به مجبور شي چې خپلې ستونزې خپله حل کړي او یا دا چې په دوامداره جنګونو اوړي.             
اصولآ وکیلان د قانون په اساس د خلکو د اسرارو او رازونو ساتونکی دي او په هیڅ وجه نه شي کولای چې د موکلانو رازونه افشا کړي او که چېرې دا کار وکړي نو تخلف کوونکی دی او جرم مرتکب ګرځي، د اسرارو افشا کول د خلکو د بې اعتمادۍ او د ټولنې د نظم اخلال سبب کیږي.
پرته له شکه دفاع وکالت یو اساسي رکن دی د عدالت په تحقق او د بشر حقوقو په رعایت کې وکیل د قوانینو د پوهې په اساس چې لري یې، د مؤکل د حقوقو څخه دفاع او حقایق داسې رابرسیره کوي، چې قضایی سیستم وکولای شيد حق او نا حق توپیر وکړي.                                                                          
همدارنګه د خلکو د ابرو، حیثیت، مالونو او دارایي سره سر و کار لري او یا دا چې د خلکو د اسرارو محرم دی، نوموړی په قسم نامه کې تعهد کوي، چې هیڅکله به د خپل مؤکل سره خیانت نه کوي، نو کله چې د وکیل څخه هر ډول پوښتنې په محکمه کې د مؤکل د اسرارو په ارتباط مطرح شي، نو وکیل کولای شې چې د هغی څخه امتناع وکړي اما! پوښتنه دا ده چې که وکیل داسې اطلاعاتو ته لاس رسی پیدا کړی چې مؤکل په جرم کې لاس لري یا دا چې مؤکل خپل وکیل ته د جرم په ارتباط ووایي، چې په کې لاس لري ایا په دې حالت کې وکیل سکوت غوره کولای شي او که نه؟
که چېري دغه موضوع د ملی امنیت او عامه منافعو سره تړاو ولري، په دې صورت کې د هغي نه افشا کول ملي منافع او عامه سوله په خطر کې اچوي، نو دلته که قانون ورته اجازه ورکړې وي، او وکیل هم د وجداني محکمې له مخې، چې  د شخص د جرم څخه نه، بلکې د هغه د تلف شویو حقوقو څخه دفاع کوي. نو په همدې اساس کولای شي چې داسې رازونه افشا کړي؛ ځکه چې دلته د فردي ګټو په نسبت عامه ګټو ته پاملرنه وشي بهتره ده.                     
لکه څنګه چې د مدافع وکیل د مکلفیت او ایجاباتو څخه یو دا دی، چې د خپلو مراجعینو او مؤکیلنو رازونه تل ځان سره وساتي او باید پرې امین وي، چې د رازونو ساتنه د وخت پوری تړلې نه ده چې په دې اړه د مدافع وکیلانو قانون ۱۱ ماده داسی صراحت لري:
 (۱) مدافع وکیل د وظیفوی رازونو په ساتلو او د مسلکي دندو په سر ته رسولو او مسلکي اخلاقو په پام کې نیولو مکلف دی.
(۲) مدافع وکیل د همکارانو او کارمندانواو هغو کسانو، چې د حقوقي خدمتنوله وړاندې کولو سره اړه لري، د رازونو په ساتلو مکلف دی.
يوولسمه ماده چې د وکيل دفتر او شخصآ ده ته مصوونيت ورکوي، موخه ي همدا د محرميت په جدي ډول ساتل دي او په دې خاطر چې دى په ډاډه زړه کار وکولاى شي. حتا دې مادې دولت ته هم دا حق نه دى ورکړى چې په چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
لسمه ماده، پينځمه فقره چې د وکيل او د موکل تر منځ د خوندي چاپېريال يادونه کوي، موخه يې ترې همدا د راز يا محرميت ساتل دي
په همدې مادې کې د مراسلاتو او مخابراتو او ... د خوندي يادونه هم په همدې موخه شوې ده.
ديارلسمې مادې صراحتاً وکيل د موکل د اسرارو په ساتنه مکلف کړى دى او د وکالت له ختم وروسته يې بايد ورته وسپاري.
٢٢ ماده هم په ضمني ډول د اسنادو د محروميت لپاره ده، استدلال پرې کېداى شي.
٢٤ او ٢٨ ماده هم د استدلال لپاره مواد لري. که وکيل فرضاً محرمیت ونه ساتي، نو حتا مسوول ګڼل کېږي، موکل حتا د خسارې جبران غوښتى شي. يانې د محرميت مسئله جدي ده.
د مدافع وکیلانو په ټول قانون کې ما نه په صريحه توګه او نه په ضمني توګه داسې کومه ماده وليده چې د وکيل لپاره دې د محرميت په مسئله کې استثنا راوړي وي.
که وګورو د وکالت عقد پر باور ولاړ دى، که د استثنا لپاره لږ لار هم پيدا شوه، نو شونې ده ډېر وکيلان له دې لارې نه ناوړه ګټۀ واخلي.                                       
که پورته موارد رعایت نه شي او وکیل د خپل مؤکل اسرار فاش کړي، نو عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي چې په اړه یی د جزا قانون هم احکام لری د دې قانون ۴۴۵مه ماده کې داسې صراحت لري (هر شخص چې د وظیفې په حکم، کار، صنعت، فن یا د خپل کار د طبعیت له لحاظه د رازونو څخه په یوه راز علم حاصل کړي او هغه د قانونی تصریح شویو حالاتو څخه پرته افشا کړي یا هغه په خپله یا د بل شخص په ګټه استعمال کړي په متوسط حبس چې له دوه کالو څخه زیات نه وي یا نقدی جزا چې څلرویشتو زرو افغانیو څخه زیات نه وي محکومیږي.                                                                                        
که مصلحت خاوند د راز په افشا کولو اجازه ورکړي یا د راز د افشا کولو څخه مقصود جنایت یا جنحې څخه اخبار یا د هغې څخه د ارتکاب منع کول وي ارتکاب کوونکي په جزا نه محکومیږي.                                                                   چې نوموړې قاعده عامه ده هم وکیلانو او هم د عادی اشخاصو لپاره یعنی نوموړې استثنا یی منلې ده .
همدارنګه د جزا قانون ۴۴۶ ماده داسی صراحت لري (راتلونکی اشخاص په لنډ حبس یا نقدي جزا چې له لسو زرو افغاینو زیات نه وی محکومیږی.                     
که مصلحت خاوند د راز په افشا کولو اجازه ورکړی یا د راز د افشا کولو څخه مقصود جنایت یا جنحی څخه اخبار یا د هغی د ارتکاب منع کول وي، ارتکاب کوونکی په جزا نه محکومیږی).                                                          
نقدی جزا چې له دولس زرو افغانیو څخه زیاته نه وی محکومیږی.                  
۱ـ هغه شخص چې په یوې علنې وسیلې خبرونه، تصویرونه یا لوحې چې د افرادو کورنۍ او کورنۍ ژوند د رازونو پورې مربوط وی افشا کړي که څه هم حقیقت ولري.                                                                                                
۲ـ هغه شخص چې په تیلفون کې یا د لیږدل شوي لیک په وسیله په رازونوعلم حاصل کړي او د ضرر په قصد هغه افشا کړي.
 
ماخذونه:
۱ـ د افغانستان د مدافع وکیلانو قانون.
۲-  د افغانستان د جزا قانون.
۳ـ انترنیت.