ښه خبره سل کاله عمر لري!

ښه خبره د اورېدونکو په زړونو کې د ځای موندلو او خپلولو ځواک لري او په اورېدونکو مثبتې اغېزې ښندلای شي.
په زړونو باندې د پاچاهۍ کولو تر ټولو غوره لار ښې او غوره خبرې کول دي.
ښه خبره نه هېرېدونکې ده؛ هېڅوک دومره ناپوه نه دي، چې د ښې خبرې په ارزښت پوه نه شي.
بده خبر هم له سلو کلونو ډېر عمر لري، بده خبر د کرکې پیلامه او زېږنده ده او له زړونو څخه د لیرې اوسېدو لامل ګرځي؛ ځکه بده خبره هم نه هېرېدونکې ده او هر څوک یې په مانا په ښه توګه پوهېږي.
د ملګري له لاسه ورکول ډېر اسانه دي، اما غوره ملګرتیا ټینګول او له یو چا څخه ښه ملګری جوړول بیا کومه اسانه خبر نده؛ دا هر څه په ښه او بده خبر پورې ټړلي دي؛ یعنې په ښه خبر له هر چا ښه ملګری جوړولای شو او په بده خبر مو شته ملګري هم له لاسه وتلای شي.
د ښې خبرې په غوره توب او ارزښت هغه وخت پوهېدای شئ کله، چې د کوم چا د بدې خبرې مزه وڅکئ!
تل غوره خبرې وکړئ او له نورو هم اړونده تمه ولرئ!
#محمداکبر-حقمل-معینزی