
نامتو افغانستان پېژندونکې نانسي دوپرې، په امریکا کې خاورې ته سپارل شوې.
نوموړې، چې دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د ۹۰ کلونو په عمر ومړه، تر عدلي معایناتو وروسته امریکا ته وړل شوې او په شمالي کارولینیا کې خاور ته سپارل شوې.
د افغانستان مالومتي مرکز، چې د نانسي دوپرې لخوا يې بنسټ اېښودل شوی په دې هکله ويلي، چې د ميرمن دوپرې د کورنۍ په غوښتنه او د امريکا سفارت دا پرېکړه وکړه، چې امریکا کې خاور ته وسپارل شي.
د یاد مرکز رييس وحید وفا ويلي، چې په افغانستان کې ناوړه امنيتي حالت هم د دې لامل شو، چې ميرمن دوپرې امريکا ته يوړل شي.
ويل کيږي، چې پخپله ميرمن دوپرې وصیت کړی و، چې افغانستان کې خاور ته وسپارل شي.