دسولې نړیواله ورځ ؛ په افغانستان او دنړۍ په نورو هیوادونو کې هرکال د وږي دمیاشتې په ۳۰ مه نیټه لمانځل کیږي.
خو ددې ورځې لمانځنه دهیواد په ټولو ولایتونو کې اړین بريښي، چې په ځانګړې ډول د دغې ورځې یادونه وشي، ځکه افغانانو دڅولسیزو جګړو قرباني شوي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري. نو ددې ورځې یاد په خلکو کې دیوالي او وحدت ښکارندويي کوي، دولت او ولس دواړه په هیواد کې د ډاډمنې او تلپاتې سولې هلې او ځلې پیل کړي او مخالفې لورې ته دې وویل شي، چې نور د دولت غیږه ستاسو پر مخ خلاصه ده،په ډاډه زړه راتلای شئ، چې د سولې لاره غوره کړئ .
په هیواد کې مخکنۍ بدبختي زموږ ګڼ شمیر هیوادوالو ته اقتصادي، ټولنیز، ښووونیز، ځاني او په نورو برخو کې زیانونه واړول. ډیر ځوانان دتورو خاورو ښکار شول، ډیري ولسونه له هیواده مهاجر شول، دافغان بچیان له ښوونیز بهیر څخه لیرې پاتې شول او په سلګونه نورې ستونزې د هیوادوالو په برخه شوې.
جګړه دسولې ضد کلمه ده، نوڅنګه چې په جنګونو او ورانیو کې هر څه ختمیږي، نو سوله بیا د آبادیو او خوشبختیو ستره پیلامه ده.
دسولې ورځ دشهید داونۍ سره جوخت لمانځل کیږي، افغانانو دجګړو پرمهال دوه میلیونوڅخه زیات شهیدان ورکړی دي، چې په ښکاره ډول دیادې اونۍ درناوی دپاکوشهیدانو اروا ته دعاګانې او دهغوی پاتی کورنیو ته د ډاډګیرنې اوتسلیت پیغام هم وړاندې شي.
دسولې ښیګڼه داده، چې هیواد ته دپراختیايي ودې لمن رانغاړي، خلک په هوسا او آرام خپل ژوند مخته وړي. همدا سوله ده، چې د دو مسلمانانو ترمنځ یوالي او محبت رامنځته کوي. بې له سولې ژوند په ویرې ، ناخوالو اوبدبختیو کې پرمخ وړل کیږي، خو کاش چې هغه خلک هم پوه شي، چې نور دبدبختیو څخه لاس پر سر شي او دخپلو بچیانو او خپلوانو سر یو ځای سوله ئیز ژوند ته دوام ورکړي.
په هیواد کې دیو با ثبات اوباورمن حکومت په رامنځته کیدو دخلکو هیلې یو ځل بیا راوټوکیدې، ولې دغه لنډ مهالې هیلې په پوره توګه پوره نشوې. ځکه اوس هم دهیواد په ډیري سیمو کې ناامني زور اخیستې ده، چې دغو ناخوالو ته دپای ټکی ایښودل یواځې د دولت کار نه ؛ بلکې ولس هم ستر مسووليت لر ي، چې د جګړو مخنيوى وكړي، په لومړي سر كې هر پلار او هرې مور ته لازمه ده ،چې زوى يې له بغاوته را وګرځوي، په دوهم ګام كې د كورنۍ نور غړي هم مسووليت لري،چې خپل نږدې كس يې له جګړو او ورانیو څخه را وګرځوي. دغه راز ولس بايد له كورنيو ځواكونو سره مرسته وكړي او هغه بهرني جنګیالي ،چې د تپل شوې جګړې د دوام لپاره هیواد ته را ځي،بايد حكومت ته يې د فعاليتونو په اړه احوال وركړي او تر وسې پورې هڅه وكړي،چې هغوى ته په كورونو كې ځاى ورنه كړي.
نو ډیر ژر به دهیواد په ګوټ ګوټ کې دسولې پیلامې راڅرګندې شي او ولسونه به نور په آرام او هوسا ډول ورځني ژوند ته دوام ورکړي. مقاله به د درویش دراني په دې ښکلي شعر پای ته ورسوو .
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
لیکنه :شیرمحمد امیني ستانکزی
وروستي