د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه مړه شوه

ویل شوي، چې۳۳ کلنه مصرۍ ایمان احمد عبدالعطي چې د نړۍ تر ټولو د ډېر وزن لرونکې ښځه وه په متحده عربي اماراتو کې مړه شوې ده.
هغې څه موده وړاندې د وزن کمولو په موخه په یوه ځانګړې الوتکه کې هند ته لېږدول شوې وه.
 
د متحده عربي امارتو د چارواکو په وينا په هند کې د عملياتو له امله يې وزن له ۵۰۰ کیلو ګرامو څخه ۳۰۰ کيلوګرام ته راښکته شوی و.
 
د روغتون د خبرپاڼې له مخې ايمان د زړه او پښتورګو ناروغي لرله.
د نوموړې د مړينې له امله يې کورنۍ ته تسليت وړاندې کړی دی.