غزل

وخانده مسکۍ شه چې ځواني راشــي
ګل شه يا غوټۍ شه چې ځواني راشي
لــــرې کــــړه د وخت غم رانه لرې کـــړه
باد شه بړبوکۍ شه چې ځواني راشـي
بيــا غـــزالــې ســتـرګــــې دې راواړوه
لږه غــــرڅنۍ شــــه چې ځـواني راشي
نن خـو لــږ پلـــؤ ومـــخ ته ونيســـــه
نازوکړه جنۍ شـــه چې ځواني راشي
زه به مـــې رمه ورشـــــو تـــــه وشـــــړم
ته راځه شپونکۍ شه چې ځواني راشي
ګلــــــــې د نظــــــر غـــشــــــــي راوولــــــه
تانده شه مرمۍ شه ګې ځواني راشي
غلام رباني فياض
عربي امارات العين