زرين خان ویلي: زما وزن په ملي مسله بدل شوى و

د باليووډ وتلې ستورې اغلې زرين خان وایي د هند په فلمي صنعت کې فزيکي جوړښت او وزن د فلمونو لوبغاړو لپاره معيار بلل کېږي، او د وزن له امله يې نوموړې ته د لويو فلمونو وړانديز نه دى شوى.
زرين خان په لومړي ځل د هندۍ سينما له وتلي ستوري سلمان خان سره په "وير" فلم کې راڅرگنده شوې او د ډېرو پام يې ځان ته اړولی دی.
هغه وايي " زما وزن په ملي مسله بدل شوى و، خو څو کاله وروسته چې نورو ستورو خپل وزن ډېر کړ بيا د هغوى ستاينه وشوه."
زرين خان مني چې د وزن له امله ورته د لومړۍ درجې فلمونه ورنکړل شول، هغه زياتوي:
" د افسوس خبره ده چې دلته خلک د وړتيا له مخې نه بلکې د وزن له مخې د هنر کچه ټاکي."
د زرين خان راتلونکى فلم "اکثر٢" نومېږي.