روحاني: تهران به له اټمي تړون څخه د وتلو لومړی ګام وانه‎خلي

د ایران ولسمشر وایي، تهران به له اټمي تړون څخه د وتلو لومړی ګام وانه‎خلي، روحاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د دې تړون ملاتړ وکړ.
یوه ورځ مخکې تر دې خبرو د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ایران د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون د امریکا لپاره له شرمه ډک وباله.
د ایران جمهور رئیس وویل، که ټرمپ له دې تړونه ووځي له دې سره به د امریکا اعتبار له منځه ولاړ شي.