تکنالوژي څرنګه له زړو کسانو سره مرسته کولای شي؟

په آلمان کې د ډیر عمر لرونکو کسانو شمیر ورځ تر بلې په مخ په زیاتیدو ده. هغوی اوس ډیر وخت د «زړو کسانو له پاره ځانګړو استوګنځایونو» ته لیږدول کیږي خو که دغه نسل له تکنالوژي سره اشنا شي، نو ډیرې ستونزې یې حلیدای شي.

په آلمان کي په منځنۍ توګه د وګړو سن د ډیریدو په حال کې دی چي له دې سره په دې هیواد کې د ډیر عمر لرونکو کسانو شمیر هم ورځ تر بلي ډیریږي.

ډیر وخت په آلمان کې د انسانانو عمر تر ۸۰ کلونو اوړي چي بیا زیادتره وختونه د نورو مرستو ته اړ کيږي. خو که هغوی له تخنیک سره بلد سي نو نه یوازي دا چي په خپلو کورونو کي پاته کیدای سي او نه مجبوره کیږي چي د «زړو استوگنځایونو» ته ولاړ سي بلکه د هغوی تداوي هم په ښه توگه سره کیدلای سي.

ښه خبر دا دی چي اوس د زړو کسانو له پاره هم په هره برخه کي ډیر تخنیکي امکانات موجود دي: د هغوی د حرکت د چوکیو «ویلچېرونو» څخه نیولې بیا داسي تخنیکي وسایل چي هغوی ته د دوا خوړولو وختونه ورپیادوي.

اوس دا ډیره مهمه ده چي زاړه کسان د نوې تکنالوژۍ سره بلد سي ځکه د بیلګې په توګه په آلمان کي به تر ۲۰۶۰ کاله پوري یو پر دریمه برخه ټوله انسانان تر ۶۵ کلنۍ واوړي. خو که هغوی د نوي تکنالوژي سره بلد سي نو کیدلای سي د ډیر وخت له پاره په خپلو کورونو کي پاته او د «زړو استوگنځایونو» ته تگ ته اړ نه شي.

د ویرې لیرې کول:
د زړو خلگو ستونزه اوس دا ده چي د نوي تکنالوژي څخه ویره لري او نه غواړي ورسره ځانونه بلد کړي. د آلمان د ځوانانو، فامیلونو او ښځو چارو پخوانۍ وزیره اورزولا لېر، وايي: «دواړه خواوې باید، یعني هم شرکتونه په دې باندي ځانونه پوه کړي، چي مشکل په کوم ځای کي دی او حل یې کړي او هم باید زاړه خلگ د نوي تکنالوژي سره چلن زده کړي.»

که هغوی له تخنیک سره ځانونه بلد کړي نو کیدای سي د ډیرو خرابو پیښو څخه خلاص سي. د بیلګې په توګه د خبرداري وسایلو په واسطه ژر روغتونونو ته خبر ورکړي، تداوي یې پر خپل وخت وسي او په دې توگه سره یې عمرونه لا هم اوږده سي.