شېخ زاید پوهنتون کې د استاد شپون په یاد غونډه وشوه

د خوست ولایت شېخ زاید پوهنتون عبدالصمد اڅکزي په تالار کې د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۹مه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې په هڅو د ارواښاد استاد سعد الدین شپون په اړه یاد غونډه ونمانځل شوه.
غونډه د ادبیاتو پوهنځي رییس ښاغلي میاولي شاه میاخېل په پرانستونکې وینا پیل شوه. میاخېل استاد شپون په خپلو خبرو کې یو ټولنیز شخص وباله.
وروسته د استاد شپون ژوند او لیکنو په اړه د پښتو څانګې استاد پوهنیار سبحان الله شهاب خپله علمي مقاله وړاندې کړه؛ شهاب د استاد شپون پر نثر او شعر خبرې وکړې. هغه وویل، چې استاد څه چې پېښ شوې وو، هماغسې کټ مټ لیکلي دي. استاد شهاب د استاد شپون بل مهم ټکي ته اشاره وکړه، چې  شپون صاحب په خپلو لیکنو کې هېڅ ځان نه دی ستایلی.
د غونډې بل ګډونوال د شېخ زاید پوهنتون د محصلانو مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد جاوید شکېب د پښتو ادب په ځوړتیا خبرې وکړي. هغه ویل، چې پر پښتو ژبه د ستونزې اړوند څېړني نه کېږي. شکېب وړاندیز وکړ، چې په دغه برخه کې باید د ادبیاتو اړوند خلک کار وکړي، ترڅو د ستونزې اړوند تحقیق ترسره شي.
ځوان شاعر، لیکوال او ژورنالېست نوراجان بهیر د استاد شپون پر سبک اوږدې خبرې وکړې. هغه د شپون ځانګړي سبک څو ځانګړتیاوې وښودې.
۱. ولسي ژبه
۲. طنزي
۳. څه یې چې ویل، هغه یې لیکل.
۴. انځورګري
۵. خاص کرکټر جوړونه
بل خوا ځوان شاعر فریدالله قربان د استاد پر ولسي ژبې وضاحت ورکړ. وې ویل، چې استاد یوازینی کس و، چې له رسنیو څخه یې د خلکو په ژبه خبرې وکړي.
د غونډې په ورستیو کې ځینو محصلانو استاد شپون ته لیکلي شعرونه او مقالې هم واورولې.