غزل ليکمه

قلم مې واخيسته غزل ليکمه
يوه کيسه دخپل منزل ليکمه
دغه دستړي ژوندکېسې مې ګوره
دزړه په وينو يې هرځل ليکمه
چې هيڅ منزل يې راته نه دى معلوم
هغه سفر، هغه مزل ليمکه
چې په کتو يې زخمي زړونه شي ډير
باڼه دې غشي داجل ليکمه
نن چې يې مالره راوکتلې
په وينو رنګ مې سور ګوګل ليکمه
جانانه ټول ستا صفتونه کوم
خيردى که نوم دې زه بدل ليکمه
ددغې سيمې درواج له مخې
ښکلې نامه دې په چل،چل ليکمه
چې بختورشي هم له ماپورې لږ
زه(هاشمي)به داستا پل ليکمه

سيدبديع الزمان(هاشمي)

S_baduzaman2000@yahoo.com
مبايل: ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦