
-
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايې، له لسیزو راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د اټمي جګړې په هکله اندېښنه تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده، په میلیونونه کسان دا مهال د شمالي کوریا له خوا د وروستیو ازمیښتونو له امله، د پیدا شوې ویرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د اټمي وسلو د استعمال په اړه باید اصلاً فکر ونشي.