لومړی افغان لوبغاړی د آسترالیا په بیګ باش سیالیو کې لوبیږي

د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان به د آسترالیا د بیګ باش کریکټ سیالیو کې ولوبیږي.
د آسترالیا د بیګ باش سیالیو تنظیموونکو د پنجشنبې په ورځ ویلي و په دې ۲۰ اوریزو سیالیو کې يې راشد خان ته قراداد ورکړی دی.
د افغانستان ۱۸ کلن مسلکي بالر راشد خان د هندوستان د کرکټ په پریمیر لیګ سیالیو کې هم یو له بریالیو توپ اچوونکو څخه وو او په دې نوي قرار داد سره به راشد خان د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی افغان لوبغاړی وي چې د بیګ باش په نامه د استرالیا په مشهور کرکټ لیګ کې لوبه کوي.
د اډالیډا سټرایکر لوبډلې روزونکي یا کوچ جیسون ګیلیسپي  چې له دې وروسته به ورسره راشد خان هم ملتیا کوي، د راشد له لوري د تړون لاسلیک کول ستایلي.

د ا فغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه ۱۸ کلن لوبغاړي تر اوسه پورې په ۲۹ یو ورځنیو سیالیو کې ۶۳ ویکټي اخیستي او د ۱۸ منډو یا رنزونو په بدل کې د ۷ کسانو په سوځولو سره راشد خان د نړیوال کرکټ پا تاریخ څلورم ځای خپل کړ. راشد خان دغه کارنامه د تیرې جون میاشتې په ترڅ کې د افغانستان او ویست انډیزو د لوبډلو ترمنځ په خپل نامه ثبت کړه.