
بلوا ضد پولیسو تیره شپه د امریکا په سنټ لویس ښار کې پر هغو مظاهره کونکو چې د یوه تورپوستي سړي د وژلو په پیښه کې تورن یوه پخواني پولیس ته د برات ورکولو په وړاندې د اعتراض په توګه درېیمه پرله پسې شپه راټول شوي وو، د مرچکو سپرې وشینډله او په لسګونو معترضین یې ونیول.
دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوه قاضي د سپټمبر په ۱۵ فیصله وکړه چې جسن سټاکلي«Jason Stockley» چې درې کاله مخکې د سنټ لویس د پولیسو له ډیپارټمنت څخه وتلی و، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د انتوني لمرسمیټ «Anthony Lamar Smith» د وژلو په پېښه کې جرم نه دی کړی.
د پولیسو په موټر کې د ایښودل شوې کمرې په ثبت شویو غږونو او تصویرونو کې ښکاري چې سټاکلي مخکې له دې چې پرسمیټ ډزې وکړي، وایي، «زه دې وژنم» څارنوالانو ویلي چې سټاکلي له ډزو وروسته یو ټوپک د سمیټ په موټر کې ایښی و.