د بريټانیا پولیس وايي، د لندن په میټرو کې یې د بمي حملې په تړاو یو بل کس هم نیولی دی.
د لندن ښاري پولیسو پرون وویل چې دا کس ۲۱ کلن دی او د لندن په لویدیځ کې نیول شوی دی.
پولیسو وروسته له هغه د یاد کس د نیولو اعلان وکړ چې مخکې یې د لندن په یوه هستوګنه سیمه سن بري کې د تلاشۍ خبره کړې وه.
د جمعې په ورځ د لندن په میټرو کې په یوه بکس کې ځای پر ځای شویو بمونو ته چاودنه ورکړل شوې وه چې ۳۰ کسان یې ټپيان کړل.
داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست خو پولیسو دا ادعا تر اوسه نهده تائید کړې.
وروستي