عشق اباد کې د آسیایي لوبو ۵ دور پرانیسته وشوه.. ۱۸۰ افغان لوبغاړو پکې ګډون کړی

د ترکمنستان مرکز عشق آباد کې د اسیایي لوبو چې په سالون کې دننه تر سره کیږي ۵مه دوره پرون پيل شوه.
د یادو لوبو په پرانیسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی و چې افغان لوبغاړي تر ټولو مخکې د نندارچیانو له مخې تېر شول.
د یادونې وړ ده چې د یادو لوبو ځینو ګډونوالو خپلې لوبې مخکې پیل کړې وې چې یو شمېر افغان لوبغاړو پکې ښې لاسته راوړنې هم لرلي دي.