
يادونــــــــــــــــــــــه :کابلي ولادرابندررانات ټاګورهغه دردونکى اومينه وړى داستان دى چې په هندکې ديوه افغان پردېس دمسافرۍ دردونه په کې انځورشوى دي اودډېروکلکوخلکوزړونه هم دردوي دغه داستان دافغاني ټولنې يودردونکى انځوردى داسمه ده چې هنداوس پرمختګ کړى ددغه کيسې چارپېريال اوس هلته بل ډول دى خوپه افغاني ټولنه کې لاهم په حال پاتې دى په کابلي والاکې دهندي ازرزښتونوترڅنګ افغاني انځورونه هم موجوددي چې دلته به يې په ادبي ژبه ،افغاني انځوراوګډوافغاني اوهندي ځانګړتياوو خبرې وکړودغه خبرې که بې دداستان له ويلووړاندې کړوهوايي غوندې به وي نوددې لپاره ښه داده چې لومړۍ دکابلي ولاکيسه په ګډه ووايو. اوبياورباندې خبر ې وکړو.
کابلي والا
زما لور موني د پنځو کالو په عمر کې هم دومره ډېرې خبرې کولې چې ګرانه وه د يوې شېبې لپاره هم غلې شي . مور يې د هغې له دې عادت نه په تنګ وه ، خو ماته د هغې ساده او معصومو خبرو خوند راکولو . زه پوه شوی وم چې چپ پاتې کېدل د هغې فطرت سره سمون نه خوري . زما او موني خبرې د هغو خلکو لپاره ډېرې په زړه پورې وې چا چې د ماشومانو له جذباتو سره مينه درلوده .يوه ورځ چې زه د خپل ناول په بشپړولو کې بوخت وم ، موني زما کوټې ته راغله او خپل لاس يې زما پر لاس کېښود او ويې ويل .
ــ ابا ! دا راته ووايه چې رام ديال ورما ته ګودګودا ولې وايي ؟
ما يې ځواب ورکولو چې بله پوښتنه يې وکړه .
ــ او ابا ! بهولا وايي چې په ورېځو کې يو فيل ناست دی . کله چې هغه له خپل خرطوم نه اوبه راپرېږدي نو باران کېږي .لا مې ځواب ته خوله جوړوله چې دريمه پوښتنه يې وکړه .
ــ رښتيا ابا ! دا خو راته ووايه چې زما مور ستا څه کېږي ؟
زما کوټه د سړک ترغاړې وه . يوه ورځ موني زما تر څنګ ناسته وه او باجه يې ورو ورو غږوله . هغه مهال زه د خپل ناول په هغه برخه بوخت وم کوم کې چې د کيسې اتل د جينۍ د تښتولو تابيا کوي . موني د دروازې خواته منډه کړه او نارې يې پيل کړې
ــ کابلي والا ، کابلي والا .
څه ګورم چې رښتيا هم يو کابلی ، خېرن کالي پر ځان ، پر اوږو باندې يوه پنډه ،اوپه لاس کې د انګورو يوه پېټۍ ، پر سړک روان دی . موني چې د کابلي دغه جګه ونه او بدن وليد نو وډارشوه . په دې کې کابلي موني ته پام شو او په مينه يې هغې ته وکتل . موني چې کله وکتل چې کابلی د هغې پر لور را روان دی نو منډه يې کړه او د خپلې مور تر څنګ پټه شوه .
مور يې نو څه ډېره ساده وه . هغې ګومان کاوه چې د کابلي په پنډه کې به د موني غوندې ښايسته واړه ماشومان بند وي . کابلی د ننه راغلو ، ماته يې سلام وکړ او کښېناست . ما له هغه نه يو څه سامان واخيست . بيا مو سره د امير عبدالرحمن خان ، روسانو ، انګريزانو او د سرحدي خلکو په هکله خبرې پيل کړې . کله چې هغه د تلو لپاره پاڅېد نو پوښتنه يې وکړه چې هغه وړه ماشومه څه شوه ؟ما غوښتل چې د موني ډار لرې کړم . نو غږ مې ورته وکړ. هغه راغله او زما د چوکۍ تر څنګ ودرېده او کابلي ته يې ځير ځير کتل . کابلي د جينۍپه سترګو کې دهغې د زړه درزا محسوسه کړه . موني ته يې يو څه مميږ او غوزان ورکړل او لاړو .
يوه ورځ مې سهار مهال چېرته د تلو تابيا کوله . څه ګورم چې موني په دروازه کې له کابلي سره ناسته ده او په ډاډه زړه ورسره خبرې او مشغولا کوي . د ساړۍ يوه پيڅکه يې له مميزو او بادامو ډکه وه . ما کابلي ته وويل چې دا هر څه دې جينۍ ته هسې ورکړي او بيا داسې مه کوه . بيا مې هغه ته يوه غيران ورکړ . هغه غيران له مانه واخيست او موني ته يې ورکړ . موني چې کله غېران مور ته وښود نو هغه ورته غوسه شوه او غوښتل يې چې ويې وهي . خو ما ترېنه وژغورله .
ورو رور کابلی او موني سره بلدېدل . کابلي د بادامو او غوزانو په بيه د موني ډار واخيست . ډېره شېبه به يې يو ځای سره لوبې کولې . موني به چې د کابلي څېره وليده نو له واره به په خندا شوه . بيا به يې په ډېره معصومه خندا ترېنه پوښتنه وکړه .
ــ کابليه . ستا په دې پنډه کې څه دي ؟
کابلي به ورته په خپله ځانګړې لهجه کې ځواب ورکړ .
ــ بچو . ته نه يې خبره . په دې پنډه کې مې يو فيل بند کړی دی .
د يو پاخه عمر سړي سره د يوې ساده وړې ماشومې دا خبرې او معصومې پوښتنې ډېرې په زړه پورې وې .
يو ځل کابلي ترينه پوښتنه وکړه .
ــ موني . ته به خپلې سخرګنۍ ته کله ځې ؟
موني غريبه د کابلي په پوښتنه پوهه نشوه . په دې فکر کې شوه چې دا سخرګنۍ يې لا څه ته وايي . نو ځکه يې له کابلي نه همدا پوښتنه وکړه چې ته به کله خپلې سخرګنۍ ته ځې ؟
کابلي په هوا کې سوک وواهه او ويې ويل .
ــ زه به خپل سخر ووژنم .
په دې موني دومره وخندل چې ګېډه يې ټينګه ونيوله . کابلي هم له هغې سره يو ځای خند ل .
------ ۲ -------
په باغونو خزان لګېدلى و . سحر مهال و . زه که څه هم لا د کلکتې په يوه کونج کې اوسېدم . خو خيال مې د ټولې نړۍ پر سر الوت کاوه . د نورو هېوادونو د نوم اورېدو سره به مې هيلې را ژوندۍ شوې . د سړک پر غاړه روان د هاغه نا آشنا سړي د وطن غرونه ،درې ،په ځنګلونو کې اوسېدونکي کليوال او د هغوی وړې وړې جونګړې به مې سترګو ته نېغې ودرېدلې . زه به په همدې خوندور خيال کې ورک وم . کابلی مې راپه زړه شو . داسې تصور مې کاوه چې ګوندې د بار اوښانو اوږده قطارونه او د سوداګرو جګې جګې پګړۍ په خپلو سترګو و ينم . خو دا خيالي تصوير به مې هغه وخت پيکه شو کله به چې د موني مور راته وويل چې په دې سړي به ډېر پام کوې .
د موني مور زړه کمزوری و . که د سړک پر غاړه به يې لږ شور هم تر غوږ شو نوګومان به يې کاوه چې غله راغلل او يا هم شرابيان سره په جنګ دي . تل به يې په سر کې ډاروونکي خيالونه وو او کابلی خو هېڅ پرې ښه نه لګېد . کله کله خوبه ماته د هغې په دې شکونو خندا راغله . خو زما خندا ليدو سره به هغه غوسه شوه او همدا به يې ويل .
ــ ته نه يې خبر چې کابليان ماشومان پټوي ؟ او دا هم نه ده درته معلومه چې په کابل کې اوس هم غلامان پالل کيږي ؟ زه خو وايم چې دا دنګ پلن سړی به په دې تلو راتلو کې يوه ورځ زما لور هم رانه وتختوي .
ما به ورته ويل چې زه دا درسره منم چې کابليان دا شان پساطونه کوي . خو بيا هم له دې سړي نه د ويرې هېڅ ضرورت نشته .
خو زما په دې خبرو به د هغې زړه اوبه نه څکلې . ماهم د کابلي تلو راتلو ته دومره پام نه و .خو پوهېدم چې تل راځي . هغه به د کال سر کې کابل ته تلو ، او څه موده پس به بېرته راتلو تر څو له پوروړو نه پيسې راغونډې کړي .
------- ۳ -------
د سحر اته بجې وې . هوا لا سړه وه . خلک خپلو خپلو کارونو ته روان وو . د لمر وړانګې په لړزا لړزا زما کوټې ته راننوتلې . ما خپلې پاڼې سمولې .د باندې پر سړک شوراو غوغا پيل شوه. چې سر مې ور څرګند کړ څه ګورم چې پوليسو کابلی نيولی او له ځانه سره يې روان کړی دی . زه د باندې را ووتم او له خلکو مې پوښتنه وکړه چې څه معامله ده . خبر شوم چې د کابلي له يو چا سره روپۍ پاتې وې . نن يې چې ورنه خپلې روپۍ اوغوښتلې نو سړی منکر شو . په خپلو کې سره لاس او ګرېوان شول او کابلي د هغه سړي په خېټه چاړه ور ومنډله .
هغه مهال د کابلي څېره له غوسې نه تکه سره وه او پوليس ته يې هم سپکې سپورې ويلې . هماغه شېبه موني په منډه راغله د کابلي والا ،کابلي والا چيغې يې پيل کړې . رحمان ( د کابلي اصل نوم رحمان و ) چې کله د موني غږ واورېد نو په څېره ېې خوښي څرګنده شوه . له کابلي سره خپله پنډه نه وه چې موني ورنه د بند فيل پوښتنه کړې وای . خو کابلي ته ورلنډه شوه او پوښتنه يې ترېنه وکړه .
ــ کابلي ماما . ته خپلې سخرګنۍ ته روان يې ؟
کابلي په خندا ځواب ورکړ .
ــ هو خوږې جينۍ . هماغلته روان يم . خو افسوس چې دا لاسونه مې تړلي دي . ګني نو دې بدمعاشو سخر خېلوسره خو به مې کتلي وو . خو مجبوره يم .پوليس کابلی محکمې ته وړاندې کړ . هغه په وژونګي بريد تورن شو او د څو کالو قيد سزا ورکړل شوه .
------- ۴ -------
وختونه تېرېدل . موسمونه بدلېدل . شپې ورځې يو په بل پسې تېرېدلې . اوس کابلی د هېچا هم په زړه نه و . هر چا له ياده وېستلی و. زه اوس هم د سړک تر غاړې خپلې هماغې کوټې کې په خپلو کارونو بوخت وم . کله مې هم د قيدي کابلي په هکله فکر نه و کړی . هغه غريب د زندان په تنګه او تياره کوټه کې د غربت شپې ورځې تېرولې . ما خو لا څه کوې چې موني ته هم کله خپل زوړ مخلص ملګری ورپه زړه نشو . هغه اوس پېغله شوې وه او ډير وخت به له خپلو همځولو سره وه .
وخت بېا هم مخ پر وړاندې روان و . د موني د واده ورځ را لنډه شوه . د واده لپاره پوره تابيا نيول شوې وه . هغه له غمه ډکه ورځ ورو په ورو رانږدې کېدله کله چې د مور او پلار د زړه سکون تل لپاره له هغوی څخه بېلېږي .
سهار مهال د لمر وړانګې د کلکتې پر دنګو ماڼيو پرېوتلې . د شپې باران ورېدلی و او سړه هوا چلېدله . نن د موني د واده ورځ وه . له سهاره باجې او سورڼي غږول کېدل او د هغوې له غږ سره زما زړه بې قراره کېدلو .د بېلتون دا غمجنې شېبې د بيروي له درده ډک غږ سره نوره هم غمجنې شوې وې . شېبه په شېبه مېلمانه ډېرېدل . د هغوې لپاره دنګې پراخې خېمې لګول شوې وې .ځينې خلک د کوټو او د دهلېزونو په سينګارولو بوخت وو. خو زه اوس هم خپله کوټه کې د خپل ناول د پلاټ په سمونه کې بوخت وم . په همدې کې يو سړی زما کوټې ته راننوتلو او سلام کولو نه وروسته غلی ودرېدلو . اول خو مې هغه ونه پېژندلو . خو چې څنګه موسکی شو نو پوه شوم چې کابلی رحمان دی . بالکل بدل شوی و . اوس ورسره نه هغه پنډه وه ، نه يې هغه اوږدې څڼې وې او نه هم هغه پخوانی زور او زړورتيا ورپاتې وه .
ما ترېنه پوښتنه وکړه .
ـــ رحمانه . ته کله راغلې ؟
هغه په ځنډ سره ځواب راکړ .
ـــ بس پرون مې خپل قيد پوره کړ او راخوشې شوم .
زما زړه په درزا شو . له دې مخکې مې په ژوند کې کله هم له داسې سړې سره خبرې نه وې کړې چې پر چا يې وژونکی بريد کړی وي .خدای (ج) شته په زړه کې د هغ په راتلو پښېمانه وم . آخر مې ورته وويل .
ـــ زه نن لږ د واده په کارونو کې بوخت يم . ښه به دا وي که ته کوم بل وخت راشې .
زما د خبرې اورېدو سره سم هغه روان شو . خو وره ته رسيدو سره يې مخ راواړولو او پوښتنه يې وکړه .
ـــ کولی شم خپله هغه وړه ماشومه وګورم ؟
آه .....هغه ګومان کاوه چې موني به اوس هم هماغه وړه ماشومه وي او د ده په ليدو به کابلي والا ، کابلي والا چيغې پيل کړي .
هغه ګومان کاوه چې نن به هم موني له ده سره يوه شېبه لوبې وکړي
نن يې هم په يوه کاغذ کې د موني لپاره يو څه انګور او مميز راتاو کړي وو .ما بيا هم ورته وويل چې زه اوس مصروف يم . ښه به دا وي که کوم بل وخت راشې .
له دې خبرې سره د هغه زړه مات شو . ماته يې له حسرته ډکو سترګو سره راوکتل . سلام يې وکړ او روان شو.
خو نه پوهېږم ولې . د هغه له وتلو سره سم مې زړه وډار شو . بې واکه له خپلې چوکۍ راپورته شوم تر څو هغه راستون کړم . خو لا روان شوی نه وم چې هغه خپله بېرته راستون شو .يو څه شيان يې ماته راکړل او ويې ويل .
ــ دا يو څو تحفې مې خپلې ماشومې لپاره راوړې وې . دا به هغې ته ورکړې . خدای (ج) دې درسره ښه وکړي .
ما هغه سوغات ورنه واخيست .غوښتل مې يو څه بيه يې ورکړم . خو کابلي زما لاس ونيوه او په عاجزۍ سره يې وويل .
ـــ ما مساپر لپاره بس همدا هم ډېره ده چې کله کله مې ياد کړی . زه خو د مينې غلام يم . روپۍ مې نه دي پکار .
ما لا د هغه سترګو ته کتل . بيا يې وويل .
ـــ ستاسو د موني په شان زما هم يوه وړه لانځکه شته . په کابل کې زما کور کې ده . کله مې چې هغه په زړه شي نو بس د هماغې مينې له جوشه بې واکه دې خواته راځم او موني لپاره دا څه څيزونه راوړم . خدای (ج) مکړه په دې کې مې د ګټې مطلب نشته .
له دې وينا سره يې جيب ته لاس کړ .يو موسيدلی کاغذ يې له جيبه راوويست . پر دې کاغذ يې تور رنګ سره د هاغې ماشومې لور د لاس نښان و چې له ده څخه ډېره لرې په کابل کې اوسېدله . د خپلې ماشومې لور دا يوازينۍ نخښه ورته له ځانه هم ګرانه وه .دې منظر ليدو سره زما سترګې له اوښکو ډکې شوې . له مانه دا هېر شول چې هغه يو غريب مساپر کابلی دی او زه .......خو زه په مرتبه کې له هغه نه اوچت وم ؟؟ ..نه . هېڅ کله نه . هغه هم د يو چا خوږ پلار و . د هاغې معصومې ماشومې چې ډېره لرې د افغانستان په دنګو واورينو غرونو کې آزاد ژوند کوي . له واره مې خپله موني راپه زړه شوه . که څه هم ښځو راسره نه منله . خو هغه مې د ناوې له کوټې نه باندې راوستله .
موني د واده په سره وريښمينه جوړه کې راغله . پر ټنډه يې روپۍ راځوړنده وه .له شرمه يې ټول بدل خولې خولې و . کابلي يوې شېبې لپاره هغې ته په ځير ځير وکتل .بيا لکه چې څه ورپه زړه شول . له واره يې موني نه پوښتنه وکړه .
ـــ ته خپلې سخرګنۍ ته روانه يې ؟
موني دکابلي په خبره پوهه شوه او هغه يې وپېژندو . خو په ځای د دې چې ځواب ورکړي ، له شرمه يې ځان نور هم راټول کړ . سترګې ېې ښکته وې او پر خپل ځای ولاړه وه .
لږه شېبه پس چې موني بېرته لاړه نو رحمان په ژړا شو . بيا يې يو سوړ اسوېلی وکيښ او پر خپل ځای کښېناستو . لکه چې خپله لور ورپه زړه شوه چې هغه به هم اوس پيغله شوې وي .
د موني واده پيل شو. د ژمي لمر خپلې وړانګې پر نړۍ ورولې . د رحمان تخيل د افغانستان لويو ميدانونو او لوړو غرونو کې ګرځيدو . ما هغه ته يو څه پيسې ورکړې او سوال مې ورته وکړ چې د خدای ( ج) لپاره خپل وطن ته لاړ شه او خپله لور وګوره . کېدای شي ستاسو دواړو بېرته يوځای کېدل زما د لور لپاره هم بختور شي .ډېرې پېسې مې له لاسه وتلې وې . د ډول او سينګار ډېر سامان چې ماته ضرور نه ښکارېدو ،هغه مې کم کړ . که څه هم ښځې رانه خپه شوې ، خو ما عسکري باجه خانه هم بېرته ستنه کړله .
هغه شېبه زما سترګو يو ليرې وطن کې د نړۍ تر ټولو خوشحاله منظر ليدلو . يوې لور د خپل مساپر پلار په غېږه کې سر ايښی ولاړه ده او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښکې بهېږي
ددې كيسې هېوادني اوادبي ارزښتونه
په سركې بايديادونه وكړوچې هندوستان اوافغانستان له پخوانه يودبل سره ښې تاريخي اړيكي لري ددغه هېوادونومشرانوتل يودبل سره دوستي پاللې هنديان اوفغانان اوافغا نا ن هنديان په ښه ډول پېژني
زموز ولس هم له هندسره اشنادى څوك بې سواده وي اودجغرافې په واسطه هندنه پېژني خوپه فوكلوريكوداستانونوكې يې خامخاهندوستان پېژندلى اوورته په ياددي چې كله به يومين له خپلې معشوقې مرورشو اويابه يې په وطن كې ژوندتريخ شو ،
نودهندوستان لاره به يې ونيوله
مومنه مه ځه هندوستان ته
دهندوستان نجوني زمرۍ وبه دې خورينه
په همدې ډول دغه دووهېوادونوهم دغه تاريخ اړيكې له پخوانه رانيولې تراوسه پورې په ښه ډول پاللي دي چې په كلتوري برخه كې دځانګړې يادونې وړدي اوس هم گڼ افغان سرداران اوپاچاهان دهندپه خاوره كې خښ دي گڼ افغاني زيارتونه اوس هم په هندكې شته چې دټولودستاينې وړدي
په هندكې لاهم دپټان نوم اوكلتورژوندى بهوپال بښتانه اوس هم هلته خپل پښتني دودونه نه هېروې .
دې ټولوته پام سره دجواهرلال نهر و پوهنتون دپښتوادب څانګې هم دغه اړيكې په ښه ډول غوړولې (متسفانه چې اوس نه شته ) همداراز دهغه افغاني هندوانو اوسكانوتګ راتګ چې په افغانستان كې مېشت وخت ناوخت تګ راتګ هم په دغه برخه كې رول لرلى اوددغه دوه ملتونودوستي يې سره ټينګه كړې ده اووي به .
زه له موضوع نه بهرنه وځم راځم دكابلي والاپه زړه پور ې كيسې ته چې رابندرانات ټاګورپه كې په هندكې يومېشت افغان كډوال څنګه په ماهرانه ډول انځوركړى اوداستان ته يې څومره خوږلت اودردوركړى دى .كابلي والايوپخوانۍ داستان دى خوپه اوس زمانه كې هم خپل ارزښت اوښكلانه بايلي .په دغه داستان كې دژبې دساده والي ترڅنګ دكابل اوكلكتې څومره په زړه پورې انځورګړي شوې ده .ټاګورپه خپل ژوندكې يوزيا ت شمېرليكنې دماشومانواودماشوم دادبياتولپاره كړي دي نوځګه خوبه دماشومانو كړه وړه اوژبه تربل هرليكوال ټاګورپه زړه راښكونكي اندازبيانوي هغه دكابلي ولاپه سركې دخپلې ماشومې لورپه اړه وايي .
))زما لور موني د پنځو کالو په عمر کې هم دومره ډېرې خبرې کولې چې ګرانه وه د يوې شېبې لپاره هم غلې شي . مور يې د هغې له دې عادت نه په تنګ وه ، خو ماته د هغې ساده او معصومو خبرو خوند راکولو . زه پوه شوی وم چې چپ پاتې کېدل د هغې فطرت سره سمون نه خوري .((
ماشوم په خپل عمرکې په ذهن کې دبېلابېلوپوښتنوپوښتونکى وي دهرڅه په وړاندې پوښتنې کوي ،هره پوښتنه چې په ذهن کې يې راځي له مشرانوڅخه يې پوښتي
دماشومانودارواپوهنې استادان وايي چې که دماشوم هره پوښتنه که هرڅومره بې ځايه اوبې کاره هم وي ځواب شي نوددغه ماشوم ښه راتلونکې دهغه په انتظارده برعکس که هغه تهديدشي اوخبره يې دپښتنوپه اصطلا ح په خوله کې وروچه شي نودهغه راتلونکې هم تته ده په افغاني ټولنه کې عموماموږ له همدې ستونز ې سره مخ يو نوځکه مودماشومانوراتلونکې هم چندان باورې نه ده خوپه هندي ټولنه کې ګوروچې ټاګوردخپلې لورموني پوښتنې څومره په ښه ډول اوري .
ــ ابا ! دا راته ووايه چې رام ديال ورما ته ګودګودا ولې وايي ؟
ــ او ابا ! بهولا وايي چې په ورېځو کې يو فيل ناست دی . کله چې هغه له خپل خرطوم نه اوبه راپرېږدي نو باران کېږي .لا مې ځواب ته خوله جوړوله چې دريمه پوښتنه يې وکړه .
ــ رښتيا ابا ! دا خو راته ووايه چې زما مور ستا څه کېږي ؟
ددې کيسې متکلم خپله ټاګورد ى خوپه کيسه کې ګوروچې ځان يې څومره په ښه ډول انځورکړى هغه يوليکوال دى دکيسې په جريان کې خپل ناول ليکي اوځان يوليکوال ثابتوي په ذهن کې مويوفکري سړ ى ګرځي چې په کړکۍ کې ناست دى ، سوچونه کو ي اودخپل ناول فصلونه ترتيبوي .
((يوه ورځ چې زه د خپل ناول په بشپړولو کې بوخت وم ، موني زما کوټې ته راغله او خپل لاس يې زما پر لاس کېښود))
دکابلي والاپه يوه برخه کې راځي
((ځينې خلک د کوټو او د دهلېزونو په سينګارولو بوخت وو. خو زه اوس هم خپله کوټه کې د خپل ناول د پلاټ په سمونه کې بوخت وم . په همدې کې يو سړی زما کوټې ته راننوتلو او سلام کولو نه وروسته غلی ودرېدلو))
دکابلي والاهېرو رحمان دى چې په هندکې يوافغان مهاجردى په کابل کې يې يوه کوچنۍ لورپرېښې اودغه مينه په هندکې په يوه ماشومه موني ماتوي دموني مور اوپلارپه د ې شکمن وي چې هسې نه دغه شډل پښتون يې لوروتښتوي
ــ ((ته نه يې خبر چې کابليان ماشومان پټوي ؟ او دا هم نه ده درته معلومه چې په کابل کې اوس هم غلامان پالل کيږي ؟ زه خو وايم چې دا دنګ پلن سړی به په دې تلو راتلو کې يوه ورځ زما لور هم رانه وتختوي .))
خودده په زړه کې له پښتني سپېڅلتيانه دي خبروګورى چې دغه کابلى مساپر په څومره ښه ډول اندازانځورکړى دى .
((ــ کابلي والا ، کابلي والا .
څه ګورم چې رښتيا هم يو کابلی ، خېرن کالي پر ځان ، پر اوږو باندې يوه پنډه ،اوپه لاس کې د انګورو يوه پېټۍ ، پر سړک روان دى ))
په کابلي والاکې ددې ترڅنګ گڼې نورې ادبي ښېګڼې اوخوندورې جملې موجودې دي چې دهرچازړه ته په اسانۍ سره ورځي اوديوه پردېس اوبېنواله درده موخبروي چې خپل کلى کوريې په کابل کې پرېښي اوخپله دکلکتې په کوڅوکې سوادخرڅوي . دالفاظوپه کارونه کې بياهم دټاګورله خپل ځانګړي سټايل سره مخ يو چې په څومره ښه اندازکيسه مخ په وړاندې وړي .
(( په باغونو خزان لګېدلى و . سحر مهال و . زه که څه هم لا د کلکتې په يوه کونج کې اوسېدم . خو خيال مې د ټولې نړۍ پر سر الوت کاوه . د نورو هېوادونو د نوم اورېدو سره به مې هيلې را ژوندۍ شوې . د سړک پر غاړه روان د هاغه نا آشنا سړي د وطن غرونه ،درې ،په ځنګلونو کې اوسېدونکي کليوال او د هغوی وړې وړې جونګړې به مې سترګو ته نېغې ودرېدلې))
افغانان تل ډېرې غورې کوي کله کله په يوازې ځان له نړۍ سره ډغرې وهي اوهڅه کوي چې ځان له هغې درجې چى دوى دي لوړوښيي .دلته کابلي رحمان کوچنۍ موني ته هم داډول ځواب ورکړى دى .
((ــ کابلي ماما . ته خپلې سخرګنۍ ته روان يې ؟
کابلي په خندا ځواب ورکړ .
ــ هو خوږې جينۍ . هماغلته روان يم . خو افسوس چې دا لاسونه مې تړلي دي . ګني نو دې بدمعاشو سخر خېلوسره خو به مې کتلي وو . خو مجبوره يم .پوليس کابلی محکمې ته وړاندې کړ . هغه په وژونګي بريد تورن شو او د څو کالو قيد سزا ورکړل شوه))
دغه کيسه ديوه ملت ډېره لوړه درجه هم بيانوي دکيسې ليکوال يوځاى له قتل څه چې له قاتل نه هم کرکه لري .
((زما زړه په درزا شو . له دې مخکې مې په ژوند کې کله هم له داسې سړې سره خبرې نه وې کړې چې پر چا يې وژونکی بريد کړی وي .خدای (ج) شته په زړه کې د هغې په راتلو پښېمانه وم . ))
دکيسې پيل هم ډېرجالب دى په دې چې کيسه په ډېرښه ډول پاى ته رسېږي کابلي مسافرمخ په کورروانېږي اودټاګورپه زړه کې دخوښۍ احساس راخوټېږي .
هغه شېبه زما سترګو يو ليرې وطن کې د نړۍ تر ټولو خوشحاله منظر ليدلو . يوې لور د خپل مساپر پلار په غېږه کې سر ايښی ولاړه ده او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښکې بهېږي
دکابلي والاځانګړتياوې له دې هم ډېرې دي خودغه کيسه تلپاتې ده په بيابياويلوارزي مايې په بشپړډول په ټولوښېګڼوخبر ې ونه شوې کړلى