غزل

دزړه آينــــــه دې بې تصويره ده ړنديږي درنــــــه
دغـــه دعشق په زمزم پاکه کړه توريږي درنـــــــه
ستا دښاېست پر مناره ولاړ دزړه مــاشوم مــــې
دخدای دپاره پيرياناک دی او رالويږي درنــــه
داچې سپوږمۍ دوريځ تور سالو پر مخ راکاږي
ته ترېنه زلفې پر مخ ړنګې کړه شرميږي درنـــــه
لکه چې بيا دې دياد پيغله پرې خواږه ويشوي
چې مې دخيال ماشومان بياواړه تاويږي درنه
فرهاده نور پرې د ښايست رنګينۍ مـــــه باروه
بالا نازک دی دغــــــزل څوکې ماتيږي درنـــــــه
صاحب ګل فرهاد
العين متحده عربي امارات